د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۷

د کندهار د پېښې په اړه د حکومت پر غبرګون نیوکې


سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې د پنجوایي په څیر د پیښو په وړاندې د افغان دولت په غبرګون انتقاد کړی او ویلي یې دي، چې یوازې ژړا او فریاد ستونزه نه شي هوارولی، بلکه دوی باید ولس ته ووایي، چې دوی د داسې پیښو د مخنیوي لپاره څه کولای شي؟

ورځپاڼې لیکلي، که حکومت د داسې پیښو په مخنیوي کې عاجز وي، نو په کار ده، چې ولس ته یې په څرګند ډول ووایي.

ورځپاڼې په ورته وخت کې د حزب اسلامي غبرګون هم راخستلی او لیکلي یې دي، چې ولسمشر دې د خواشینیو پر په زغرده له هیواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړي.

ملي باور نا دولتي ورځپاڼې هم په دې ټینګار کړی، چې افغان دولت باید دا په ډاګه کړي، چې د داسې بګنوونکو پيښو مخنیوی کولای شي او که نه؟

ورځپاڼه لیکي، که افغان حکومت د دې کار وس نه لري، نو له لیونیانو سره ستراتیژیک تړون نه لاسلیکوي او پرېږدي، چې دوی خپل ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.

ورځپاڼې وړاندې د دې پیښې په پایلو هم وېره څرګنده کړې او لیکلي یې دي، چې ممکن دا وروستۍ پیښه د سولې روانې هڅې زیانمنې کړي.

خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي، چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو تیروتنې امریکا ته افغان کشاله په یو سرخوږي بدله کړې.

ورځپاڼې د ځینو لویدیځو سرچینو په حواله لیکلي، چې امریکایي پوځیان په افغانستان کې د غمیزې پسې غمیزې زیږوي، چې دا هر څه د طالبانو په ګټه تمامیږي او د امریکا په وړاندې ستونزې زیاتوي.

محور نا دولتي ورځپاڼې هم وروستۍ پیښې ته په اشارې لیکلي، چې په افغانستان کې د بارک اوباما ستونزې لا پسې ژوریږي.

دې ورځپاڼې نن د خپلې ګڼې لومړی مخ په سور رنګ خپور کړی، چې په کې تر ډیره د پنجوایي د پیښې د قربانیانو انځورونه خپاره شوي.

خو ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې د افغان حکومت د سیاسي اپوزسیون په مشرانو انتقاد کړی، چې د خپلو شخصي ګټو د خوندي کولو لپاره یې یو ځلې هم په دې اړه کومه تبصره ونه کړه.

د ورځپاڼې اشاره د ډاکټر عبداله د تیرې ورځې خبري ناستې ته ده، چې په کې د دې پیښې په اړه هیڅ راز دریځ ونښودل شو.

هیواد او انیس دولتي ورځپاڼو بیا دا پیښه د وحشت یوه بې سارې بیلګه بللې او غوښتنه یی کړې، چې د هغې عاملین باید په افغانستان کې په علني ډول محاکمه شي.

ورځپاڼو لیکلي، چې له هیواده بهر په دې پیښه کې د ښکیلو کسانو محاکمه به د خلکو غوسه سړه نه کړي او په کاره ده، چې دوی د افغانستان د قوانینو له مخې محاکمه شي.

دې ورځپاڼو په ورته وخت کې خلکو ته سپارښتنه کړې، چې ارامه دې واوسي او پریږدي، چې افغان حکومت دا مساله په جدي توګه تعقیب کړي.

دغو ورځپاڼو خبرداری ورکړی، چې ممکن په دې اړه یو نه اټکل شوی اقدام یو ځلې د هیواد دښمنانو ته دا فرصت په لاس ورکړي، چې د خلکو له پاکو احساساتو ناوړه ګټه پورته کړي.
XS
SM
MD
LG