د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۹

د بې خوبۍ ستونځې او ډيجيټل سېنما!


د خوبونو دنیا هم عجيبه دنیا ده، کله انسان د مارغه په شان په کې الوزي، کله یې يو څوک له لوړ ځایه راغورځي، خو دی شاته زور کوي، کله بیا چې هر څومره اوبه په خوب کې وڅښي خو تنده یې نه پې ماتيږي... اوس د خوبونو نړۍ ته ورته څه په ويښه هم لیدلی او احساسولی شو، (ډي سينما) یا ډيجيټل سینما هغه سینما ده، چې د خوبونو او خیالونو نړۍ ته مو د ځانګړو فلمونو او عینکو په واسطه په رڼا او په ويښه ورځ ورولي.

بله خبره دا چې که څه هم ځینو ځوانانو ته به په دې ځان ښه ښکاري، چې شپه یې په ويښه سبا کړې، یا تر ناوخته ويښ پاتې شوی، خو دغه کار که يو خوا رواني او روغتیايي ستونځي پيدا کوي، نو بل خوا د مخ ښکلا ته هم زیان رسوي.

ښايي کله به تاسې هم کمپيوټر او ټلويزون ته د دې لپاره عینکې په سترګو کړي وي، چې نظر مو خراب نه شي، خو (ډي سينما) یا ډیجيټل سینما داسې سینما ده، چې که خپلې ځانګړې عینکې ورته په سترګو نه کړې، له هغه فلم خوند نشې اخيستلی.

ځکه چې همدا عینکې دي، چې تا د فلم صحنې ته داسې ور داخلوي، چې فکر کوې هماغلته ګرځې او د فلم اتل په خپله ته یې ، د دې سینما فلمونه هم تر نورو ځانګړي دي، په کابل کې د همداسې يوې سینما مالک مېوند خوستی وايي، چې دا د ځوانانو د تفریح لپاره یو ښه ځای دی، له فلم وړاندې ځانګړې عینکې ورته په سترګو کیږي او کله چې څوک فلم ګوري، نو فکر کوي چې هماغه صحنه کې دی، که په فلم کې باران یا واوره ووري نو په ده هم ووري، ځانګړې چوکۍ یې د فلم له صحنو سره سمې يو خوا بلخوا او ښکته پورته حرکت کوي.

په دې سینما کې له ۴ دقیقو تر ۱۲ دقيقو تفريحي، ډاروونکي، خیالي او حیرانوونکي فلمونه ښودل کيږي، مېوند خوستی وايي، چې دوی د ماشومانو، ځوانانو، لویانو او کورنیو لپاره ځانګړي فلمونه لري، چې د دوی په خوښه او غوښتنه ورښودل کيږي.

وايي چې جنګ ته ځي، هر سړی ډاريږي، خو څوک حال وايي، څوک یې نه وايي، مېوند خوستی ځکه وايي، چې دوی ځینې شرايط او بنديزونه هم لري، له شپږو کلونو کم ماشومان، د زړه ناروغان، رواني ناروغان او له سلو کیلو څخه د ډیر وزن لروونکي کسان اجازه نه لري، چې په دې سینما فلم وګوري.

بې خوبي:

کله کله داسې کيږي، چې انسان په ويښه له يو څه وډار شي، نو د شپې په خوب کې هم ویريږي، ښايي تاسې سره به هم داسې شوي وي، چې څوک مو مرۍ خپه کوي، تاسې غواړئ په زوره زوره چغې کړئ، خو غږ مو په ستوني کې بند پاتې وي، خو ځینې ځوانان له ویرې نه بلکې له خونده تر نیمو شپو حتی کله کله تر سهار ويښ پاتې کيږي، خو ځينې یې بیا په خوب کولو نه مړيږي. اسماعيل چې د لوګر ولایت اوسیدونکی دی، وايي چې ځوانان تر ځوانانو پورې فرق لري او که خپله دوه ساعته خوب هم وکړي، کوم تاثیر نه پرې کوي.

د کندهار ولایت اوسیدونکی ځوان دوست محمد نو بیا هغه ځوان دی، چې لکه په خوب نه مړيږي، دی پوره لس ساعته خوب کوي.

ځوانان خو له خونده تر نیمو شپو کیني، خو د عمر له زیاتېدو سره هم د بې خوبۍ ستونځه ډيريږي، ځوان ارواپوه ډاکټر نجيب الله زاخېلوال وايي چې د عمر په لحاظ د ځوان لپاره له ۶ تر ۸ ساعتونو خوب مناسب دی،د ده په قول هغه ځوانان چې شپې ويښې تیروي، که څه هم په ظاهره خوشاله او ډاډه ښکاري، خو ښايي ذهني ناارامي ولري
یو بل ځوان اخترګل چې تر شپې ناوخته ويښ پاتې کيږي، وايي چې د ورځې مې هر څه ته زړه تنګيږي او په نه خبره غصه کیږم.

ډاکټر زاخېلوال هم د اختر ګل خبره تاييدوي او وايي چې په اوونۍ کې یوه نیمه شپه داسې وشي باک نه لري، نه هره شپه، دی وايي چې وجود هم خوب ته لکه د خوړو او څښاک اړتیا لري.

پوهان وايي، چې خوب له سګو،هډوکو او پوستکي څخه د اضافي اوزهري موادو دلرې کيدو لامل ګرځي.دخوب پرمهال عصبي سيستم لازمه وده کوي. ډاکټر زاخیلوال هم وايي، چې خوب د مخ پر ښکلا ډیر اغیز لري او په مخ کې د ګونځو د پيدا کیدلو یو لامل هم بې خوبي ده.

زاخېلوال همدا راز د ملګرو تر منځ ځينې نزاکتونه هم بې ځایه بولي او وايي چې د ژوند ټولې چارې باید سره منظمې کړو او شپه خدای د خوب لپاره پيدا کړې، چې باید خوب پکې وشي.

تاندې څانګې د ځوانانو ځانګړې خپرونه ده، چې په کابل کې یې نورګل شفق جوړوي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:13:30 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG