ولور:
د واده په مراسمو کې ډیر داسې دودنه شته او ورځ تر بلې ډیریږي، چې د زوم کورنۍ ته ملاماتونکي دي، په پخوا وختونو کې به د نکاح په مراسمو کې معمولا د زوم له کورنۍ نه د ناوې لپاره هغه څه غوښتل کیدل، چې په توان کې به یې وو، خو اوس ډیر ځله لیدل شوي، چې نکاح په همدې بې ځایه غوښتنو دومره ځنډیږي، چې راغلي میلمانه مخکې له ډوډۍ نه په وږي نس بیرته خپلو کورونو ته ځي، د ننګرهار اوسیدونکې شازیه چې یومور ده وایي، د خپلې لور د نکاح په مراسمو کې یې د زوم له کورنۍ نه د ځان لپاره پیسې اخیستي ځکه خو یي په منځ کې خوابدي پیدا شوه .
لیکل په دیوالونو:
ښایي تاسو هم لیدلي وي، چې په زیاتره ځایونو کې په دیوالونو داسې لیکل کیږي چې د بدرنګۍ لامل یې ګرځي، بېلابېل اعلانونه، د ټیلیفون شمیرې او عکسونه د خلکو د کورونو په دیوالونه پرته د هغوي له اجازې څخه لګول کیږي.
د پغمان اوسیدونکی اجمل خان په نظر هم په عامو لارو کې د خلکو د کورنو په دیوالونو لیکل د سیمې د ناپاکۍ لامل کیږي.
لیکونکې،فرشته مرسل