د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۴۷

په بې امنیو کې پردي ډير لاس لري که افغانان په خپله احساساتي دي

دا اونۍ په افغانستان کې د امنیت مساله د خپرونې له میلمنو سره څیړو.

امنیت پراخه موضوع ده. خو تیره اونۍ چې کله د سې شنبې په ورځ په بګرام کې د امریکایي پوځیانو له لورې د قرانکریم د یو شمیر نسخو د سوځیدو رپوټ خپور شو د افغانستان ښارونه چې مصونه دی هم یو ډول نارامه شول. خلکو مظاهرې وکړې، اعتراض یې وکړ.

د افغانستان د اساسي قانون له شپږ دیرشمې مادې سره سم د افغانستان اتباع حق لري چې د خپلو روا او سوله ييزو غوښتنود تاْمين لپاره، له قانون سره سم، بې له وسلې غونډې او مظاهرې وكړي.

خو کله چې دا خبر خپور شو چې په بګرام کې بهرنیو ځواکونو هغه ممتلکات سوځولي دي چې له نیول شویو مشکوکو ترورستانو یې ترلاسه کړې دي او په دې کې د قران شریف نسخې هم شته نو افغانانو له قانون سره سم د خپل سپیڅلي کتاب دفاع وکړه او مظاهرې یې پیل کړې، د امریکا ولسمشر د پیښې له امله بښنه وغوښته او افغان چارواکو د پیښې د تحقیقاتو امر وکړ، خو تحقیقات لا نه و شوي چې مظاهرې پراخې شوې و خونړۍ شوې.

د دې مظاهرو په وخت د افغانستان د ملي امنیت ادارې څلور تنه دولتي کارکوونکي د سیمې هیوادونو استخباراتو ته د جاسوسۍ په تور ونیول او د افغانستان د ملي امنیت د دارې دننه یوه مسوول ازادي راډيو ته وویل چې دې کسانو پاکستان او ایران ته جاسوسي کوله.

د ازادۍ په څپو کې پروګرام کې له خپلو میلمنو سره همدا مساله څيړو چې د افغانستان په بې امنیو کې په ریښتیا پردي ډير لاس لري که افغانان په خپله احساساتي دي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:38:03 0:00
مستقیم لېنک


هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:48:58 0:00
مستقیم لېنک


احمد شيبر او ظريف نظر د پروګرام مېلمانه دي
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG