د ناټو تړون له افغانستان څخه غوښتي دي، چې د امریکا سره د ستراتیژیکو همکاریو تړون څومره ژر چې ممکنه وي لاسلیک کړي، دا مسله د دې تړون عمومي منشي اندریس فوغ راسموسن، د افغان ولسمشر حامد کرزي سره په تیلیفوني خبرو کې یاده کړې ده.
هغه خبرپاڼه چې د ولسمشر کرزي د ویندوې دفتر خپره کړې ده د راسموسن له خولې وايي، چې ولسمشر کرزي ته یې وویل: که د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو سند د شیکاګو له کنفرانس وړاندې لاس لیک شي په دغه کنفرانس به ښه اغیز وکړي.
خبر پاڼه زیاتوي، چې ولسمشر کرزي د افغانستان او امریکا ترمنځ همکاریو ته په اشارې وویل: د افغانستان حکومت د امریکا له متحده ایالاتو سره د اوږدمهالو ستراتیژیکو همکاریو د سند له لاس لیک کولو سره موافقه لري، خو د دغه سند د لاس لیک لپاره د دودیزې مشورتي جرګې له خوا یو شمېر شرایط ایښودل شوي دي، چې هغه باید په پام کې ونیول شي.
له ارګ څخه خپره شوې، خبر پاڼه د ولسمشر کرزي له خولې زیاتوي، د دغو مشورو او لارښوونو له مخې په دغه ستراتیژیک سند کې باید امریکا د افغانستان ملي حاکمیت ته په بشپړه توګه درناوی وکړي، د بهرنیو ځواکونو له خوا هیڅ افغان ونه نیول شي او هغه ټول زندانونه چې د بهرنیانو په واک کې دي د افغانستان لوري ته وسپارل شي او د نړېوالو ځواکونو له خوا د شپې عملیات بند شي.
اندریس فوګ راسموسن په افغانستان د وروستیو مظاهرو په ترڅ کې چې د قران پاک د سوزیدو په اعتراض راپورته شوې وې پر مرګ ژوبلو هم خواشني ښودلې.
د ولسمشر له دفتره خپره شوې خبر پاڼه وايي، چې د ناټو عمومي منشي له حامد کرزي څخه دا هم وغوښتل چې په افغانستان کې د ناټو سازمان د ځواکونو د ساتنې په لاره کې دې خپله همکاري لانوره هم زیاته کړي.
تر دې یوه ورځ مخکې د ناټو عمومي منشي په یو بیان کې ویلي و چې د وروستیو خونړیو پېښو سره سره چې په ترڅ کې یې یو شمیر افغان سرتیرو پر بهرنیو سرتیرو ډزې وکړې، بیا هم د ناټو د ځواکونو او افغان ځواکونو ترمنځ اعتماد له منځه نه دی تللی.
په بګرام کې د قران پاک د سوزیدلو پاڼو د موندل کېدو وروسته ولسمشر بارک اوباما رسما بښنه وغوښته او دا کار یې یو خطا وبلله. ورپسې د افغانستان د کورنیو چارو په وزارت کې د دوو امریکايي سلاکارانو له وژل کېدو وروسته، ناټو خپل ټول سلاکاران د افغانستان له حکومتي ادارو وویستل.
د ناټو عمومي منشي ویلي سخت دریځو هڅه وکړه چې له دې حالاتو د ځان په ګټه کار واخلي او مظاهرې یې په تاوتریخوالې بدلې کړې.