د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۰۵

ولې ځینې کسان په ډله ایزه توګه د خپلوانو میلمانه کیږي-د کب ۹مه


د ترافیکو د ریاست مسولین وایي، چې له اتلس کلنۍ نه د کم عمره کسانو ته د موټر چلولو قانوني اسناد نه ورکوي، ځکه چې په قانوني لحاظ منع دي.

خو ځینې کسان لکه څنګه چې ډیر قوانین نه عملي کوي همداسې د ترافیکو قانون هم په پام کې نه نیسي، تنکیو ځوانانو او وړو ماشومانوته موټر ورکوي چې زده یې کړي او یا هم خپله ماشومان پرته د کورنیو له خبرولو په پټه موټر چلوي کورنۍ هغه وخت خبریږي چې ماشوم یي له پیښو سره مخ شوي وي.

میلمه پالنه:

د افغانانو یو ښه عادت میلمه پالنه ده کله یې چې کور ته میلمه راشي نو کوربه تر خپل توانه ډیره هڅه کوي چې قدر اوعزت یې وکړي اوښه خواړه ورته برابر کړي، خو ځینې وخت بیا میلمانه دومره ډیر شي چې د کور خاوند لکه څنګه یې چې زړه غواړي نشي کوي چې خواړه ورته برابر کړي ، د لغمان اوسیدونکې ماګل وایي چې خپلوان یې په ډلیزه توګه راځي بیا نو هماغه وي چې خواړه اود شپې تیریدلوځای نشی ورته برابروی.

لیکونکې :فرشته مرسل

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:14:02 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG