مظاهره کوونکو د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې مظاهرې وکړې، خو په هود خیلو سیمه کې د سلګونو کسانو مظاهره په تاوتریخوالي بدله شوه.
مظاهره کوونکو د موټرو ښیښې ماتې کړي، پر پولیسو یې ډبرې ګزار کړې او د کابل جلال اباد لویه لاره یې کابو د څلورو ساعتونو لپاره د ټرافیکو پرمخ وتړله.
په دې سیمه کې مظاهره کوونکي چې ډیر په غصه هم وو ازادۍ راډیو ته وویل، چې د دوې یو شمېر ملګري په ډزو ټپیان شول.
په بګرام کې چې د بهرنیو ځواکونو تر ټولو لویه پوځي اډه بلل کیږي قرانکریم ته د بی حرمتۍ له امله د سې شنبې په ورځ هم په بګرام ولسوالۍ، کابل او ځینو نورو ولایتونو کې مظاهرې وشوې.
د چهارشنبې په ورځ هم په پروان، لوګر، ننګرهار، نورستان، پکتیا، لغمان او کاپیسا ولایتونو کې مظاهرې وشوې، د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي دا رد کړه چې په کابل کې پولیسو پرمظاهره کوونکو ډزې کړي، خو د عامې روغتیا وزارت دا مني چې یو شمېر ټپیان روغتون ته انتقال شوي دي.