د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هیله مند دی چې په نږدې راتلونکي کې په قطرکې د طالبانو لپاره د یو دفتر د جوړیدو په مقصد، د افغان او قطر د چارواکو ترمنځ یو څرګند تفاهم وشي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي، په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د دې دفترد جوړېدو د مخه پکار ده چې افغانستان او قطر یي په هکله تفاهم وکړي، خو ده دا ونه ویل چې په قطر کې طالبانو ته د دفتر د پرانیستلو لپاره څه ډول تفاهم ته اړتیا ده:
« دا دفتر یا د سولې د پروسې ګړندی کوونکې ادرس، چې د طالبانو لپاره په قطر کې جوړیږي او په پام کې ده چې جوړ شي ایجابوي، چې د افغان او قطر د دولتونو ترمنځ مخکې له مخکې یو تفاهم وشي.
اوس مهال د سولې د مستقیمو مذاکراتو لپاره د یوې ډاډمنې فضا د رامنځته کېدو په لومړېو مرحلو کې یو.
هیله مند یو د طالبانو د دفتر لپاره چې کوم تفاهم ته ضرورت دی، د افغان او قطر د دولتونو ترمنځ ایجاد شي.»
په قطر کې طالبانو ته د دفتر د پرانیستلو لپاره ددغه تفاهم په اړتیا دا ټینګار په داسې حال کې کیږي چې د راپورونو همداوس د امریکا ترمنځ خبرې روانې دي که څه هم افغان حکومت دا انتقاد لري چې له دې خبرو لیرې ساتل شوی، خو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د موضوع په هکله نور څه وایي:
«د افغانستان حکومت له ټولو هڅو څخه چې نړېوالې ټولنې او امریکا د سولې لپاره پیل کړی خبر دی.»
تر مخکې افغان ولسمشر تیراونۍ والسټریټ ژورنال ورځپاڼې ته ویلي چې د افغان حکومت د استازو،طالبانو او امریکا ترمنځ خبرې شوي دي.
له طالبانو سره د خبرو لپاره د افغان ولسمشر د هڅو په لړ کې د پاکستان صدراعظم هم د افغان حکومت په مشرﺉ د هڅو ملاتړ وکړ، خو ځیني کارپوهان وایي، د افغانستان په باب د پاکستان په کړو وړو کې هیڅ ډول صداقت نشته.
دوی وایی، که افغان واکمنان دپاکستان په نرمو خبرو تېر وځی، په هیواد کې دې د پاکستان د مخ په زیاتیدونکو لاسوهنو په تمه شي.
راپور:خان محمدسیند