د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۱

ولسي جرګې د داخلي شخړو له امله د وزیرانو د استجواب لړۍ پیل نه کړه


یوه وکیل عبدالرحیم ایوبي، د اعتصاب په توګه خپلې پيښې او لاسونه ولچک کړي و او خوله یې تړلې وه، په عین حال کې له نوموړي سره یو بل وکیل نږدې لاس او ګریوان شوی و.
یوه وکیل عبدالرحیم ایوبي، د اعتصاب په توګه خپلې پيښې او لاسونه ولچک کړي و او خوله یې تړلې وه، په عین حال کې له نوموړي سره یو بل وکیل نږدې لاس او ګریوان شوی و.
د ولسي جرګې د غونډې په تالار کې هغه وخت وکیلان حیران شول، چې یوه وکیل عبدلرحیم ایوبي د زنداني په شان لاسونه او پښې یې ولچک او په غاړې کې له ځنځیرونو سره تالار ته داخل شو او د اعتراض په توګه یې خپله خوله هم وتړله.

د ولسي جرګې په اداري پلاوي د نوموړي اعتراض دا و، چې د شنبې په ورځ د دوو وزیرانو د استیضاح په غونډه کې نوموړي ته د اعتراض قانوني حق نه دی ورکړل شوی.

هغه او ځینو نورو وکیلانو دا اعتراض هم کاوه، چې د کورنیو چارو او مالیې وزیرانو بسم الله محمدي او حضرت عمر زاخیلوال ته د یوې معاملې له مخې د عدم اعتماد لپاره صندقونه ‫کښې نښول شول، یوه وکیل اکبر ستانکزي وویل:

"متاسفانه رئیس صیب تاسو هیچا ته وخت ور نه کړ، هغه ځوانان چېرې دي چې د وزیرانو د استیضاح لپاره یې لاسلیکونه کړي و او بیا افسوس په دې چې بیا موږ ویل چې څه پروا نه کوي.

تاسو هسې د ولسي جرګې وخت ضایع کړ، دا خو معلومه ده چې ځان ته مو د پیسو لاره جوړه کړې وه، افسوس پر هغو وکیلانو چې د وزیرانو کور ته د معاملې لپاره ځي.
"

د کورنیو چارو او مالیې وزیرانو د استیضاح کولو لپاره څه کم یو سلو دیرشو وکیلانو لاسلیکونه کړي و، خو د استیضاح په ورځ یوازې شاوخوا شلو وکیلانو له هغوي څخه د بارو رایې د اخیستلو لپاره د صندقونو د ایښدلو پلوي وکړه.

وروسته له هغې چې د ولسي جرګې یو شمېر غړو د ایوبي د اعتصاب د پای ته رسولو لپاره هغه ته جرګه شول، نو یې شرط کیښود چې اداري پلاوی دې ترینه بخښنه وغواړي.

د ولسي جرګې رئیس عبدالرئوف ابراهیمي هم په نه زړه دغه شرط ته غاړه کیښودله:

"چې بخښنه وغواړم، څه اسمان خو ځمکې ته نه راټیټیږي، د دې کور او د افغانستان د خلکو د مصلحت لپاره څه کیږي، چې زه بخښنه وغواړم.

بالاخره ټول په دې کور کې سره وروڼه او خویندې یو. هیڅ خبره نه ده ستاسو د هر یوه د عزت او د ځان د عزت لپاره بالاخره زه د افغانستان له خلکو بخښنه غواړم
."

له دې وروسته د ولسي جرګې دویم مرستیال نعمت الله غفاري د ښاغلي ایوبي لاسونه او پښې ورخلاص کړل، خو بیا هم داسې ونه شول، چې په ولسي جرګې کې دې لانجه پای ته رسیدلي وی.

وکیلانو ته د خپل اعتصاب د دلایلو په اړه په خبرو کې د ایوبي دې خبرې چې ولسي جرګه د اسلامي حزب او اسلامي جمعیت د ګوندونو تراغیز لاندې ده، یوه بله شخړه رامنځ ته کړه:

"زه نن دا وایم، چې دغه پارلمان دې د حزب اسلامي او جمعیت اسلامي د کشمکش ځای نه جوړیږي.

حزب اسلامي له یوې خوا د افغانستان له حکومت سره وسلواله جګړه کوي او له بلې خوا د وزیرانو په پیسو پارلماني ګروپونه چلوي او په پارلمان کې ګډوډي رامنځ ته کوي.
"

د نوموړي دې خبرې د ځینو وکیلانو غوصه راوپاروله، خو یوه وکیل سخي مشواڼی ورسره لفظي شخړه پیل کړه او نږدې لاس او ګریوان شوي و.

یو شمیر وکیلانو د نوموړی دغه خبره بې اساسه وبلله او هغه یې په ولسي جرګې کې د ګډوډیو عامل وباله.

یو شمیر نورو دغه دوه وکیلان پرینښودل چې لاس او ګریوان شي، خو په غالمغال او کش و ګیر سره یې د ولسي جرګې غونډه پای ته ورسیدله.
XS
SM
MD
LG