د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۰۸

ولسي جرګې د زاخیلوال او بسم اله محمدي ځوابونه قانع کونکي وبلل

ولسي جرګې دې شنبې په ورځ د مالي او کورنیو چارو وزیران غونډې ته استیضاح کړی و، ترڅو د جرګې د غړو پوښتنې چې مخکې له مخکې مطرح شوي وې ځواب کړې.

د ماليي د وزیر ډاکترعمر زاخیلوال او د کورنیو د چارو د وزیر جنرال بسم اله محمدي ځوابونه، د جرګې د زیاترو غړو د قناعت وړ وګرځیدل.

د جرګې ريیس عبدالرووف ابراهیمي د غونډې په وروستیو شیبو کې وویل:

«څوک چې له دې ځوابونو سره موافق دی شنه او څوک چې ورسره مخالف دي، سره کارټونه دې پورته کړي، د رایو په اکثریت، موافق ډیر دي

د مالیې او کورنیو چارو وزیرانو ته دوه دوه پوښتنې راجع وې، د مالیې وزیر په دې خاطر جرګې استیضاح کړی و، چې د یوزرو درې سوه نهه اتیایم لمریز کال بودیجه نا انډوله او د قطعي په هکله ځیني پوښتنې بې ځوابه پاتې دي او د کورنیو چارو وزیر جنرال بسم اله محمدي د دې له امله استیضاح شوې و، چې د کاپیسا ولایت د نجراب په ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په بمبارۍ کې ملکي خلک وژل شوي او په سیمه کې یې له اړتیا پرته د ملیشو ډلې جوړې کړي دي.

د مالیې د وزیر له ځوابونو وروسته، د کورنیو چارو وزیر د کاپیسا په ولایت کې د بهرنیو ځواکونو د بمباریو په هکله وویل:

«په خواشینی سره هغه پیښه چې رامنځته شوه، د کورنیو چارو د وزیر په حیث مې له بهرنیانو سره خبرې وکړې.

د تیرې پنجشنبې په ورځ د ناټو څو جنرالان سیمې ته لاړل، قناعت یې وکړ، پښیمانه وو او له خلکو یې بخښنه وغوښته.

خو څیړنې مو پیل کړي، که د پولیسو په کې لاس لرل ثابت شول، جزا به ومومي


جنرال محمدي دا هم وویل، د کاپیسا په ولایت کې ملیشه نه بلکه سیمه ایز پولیس د ملي امنیت د شورا د پریکړې له مخې د سیمي د اوسیدونکو د خوښی په اساس ګمارل شوي دي.


سره له دې چې د دواړو وزیرانو ځوابونه د جرګې زیاترو غړو د قناعت وړ وګڼل، خو د جرګې یو شمېر غړو ویل، د وزیرانو ځوابونه ورته د قناعت وړ نه دي، د جرګې غړی وږمې صافی ازادۍ رادیو ته وویل:

« ډیر وکېلان استیضاح سره موافق و، خو کله د پنجشنبې او جمعې رخصتي راغله، په دې کې وزیرانو وکېلانو ته د مرستو ډیرې ژمنې وکړې خوشحاله یې کړل او نن وینو چې ټولو پخوانیو مخالفینو ورته د تایید رايې ورکړې.»

ولسي جرګې تیره اوونۍ پریکړه کړې وه، چې دا دوه وزیران دې استیضاح شي.

دا یو ځل نه دی چې، د جرګې غړي له وزیرانو سره د اړیکو په لرلو یو پر بل انتقاد کوي، څو ورځې د جرګې شل فیصدو غوښتل چې یاد وزیران دې استضاح او د باور د رایو صندقونه دې ورته کېښودل شي، خو په دې ورځ زیاترو غړو د وزیرانو پر ځوابونو قناعت وکړ او د تایید رايې يې ورکړې.

راپور:خان محمدسیند
XS
SM
MD
LG