د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۲

په افغانستان کې به د پاکستان لاسوهنې نورې هم زیاتې شي


پاکستاني او نړېوال مبصرين په اسلام اباد کې د افغانستان، پاکستان او ایران د ولسمشرانو ترمنځ د درې اړخیزې غونډې باب بیلابیل نظریات لري.

ځينې دغه ناسته تر ټولو زیاته د ایران په ګټه ګڼي او ځينې نور بیا په دې باور دي، چې په دې سره به د امريکا او پاکستان ترمنځ اړیکې، چې له تیرې څه مودې راهیسې د خنډونو ښکار دي لاپسې خرابې شي.

په پيښور کې د انګليسي ژبې دي نیوز ورځپاڼې مدير رحیم الله یوسفری، چې پر اړوندو چارو ژور نظر لري وايي، افغانستان و پاکستان په داسې حال کې له ایران سره د هر اړخیزو مرستو ټټر وډباوه، چې دا هیواد پر مخکنيو ستونزو سربیره له یولړ نویو ستونزو او نړیوالو فشارونو سره مخ دی:

"د دې غونډې نه اصلي ګټه ایران ترلاسه کړه، ځکه چې نړېوال په تیره لويديځ هېوادونه غواړي، چې ایران لاپسې یواځې شي، بل خوا ایران ته یو داسې فورم یا ځای پکار دی، چې خپل دریځ وړاندې کړي، له نورو هېوادونو سره خپله راکړه ورکړه زیاته کړي او داسې نور.

پاکستان له ایران سره ملګرتیا اعلان کړه، افغانستان هم په دې غونډه کې ګډون وکړ، نو ځکه ویلای شو، چې ایران ډير څه ترلاسه کړل خو د افغانستان لپاره يې چندیانې ګټې نه لیدل کیږي او نه به ترې ډيره ګټه ترلاسه کړی.
"

نوموړی وايي، پاکستان به هم د دې غونډې نه تر یو حده پورې ګټه تر لاسه کړي، خو زیاتوي چې د افغانستان لپاره يې چندیانې ګټې نه لیدل کیږ، ځکه چې په خبره يې د افغانستان دولت له وسله والو طالبانو سره د سولې هڅې کوي، خو ایران یو له هغو هیوادونو دی، چې ددې پروسې کلک مخالفت کوي.

له ګاونډیو هیوادونو په ځانګړې توګه پاکستان نه د افغانستان تر ټولو ستره غوښتنه له خپلو وسله والو مخالفینو سره د سولې او روغې جوړې په خبرو کې د صادقانه رول لوبول او وسله وال طالبان د خبرو میز ته کښینول دي.

خو د سیاسي چارو کارپوه قریش خټک په دې باور دی، چې د اسلام اباد غونډه به د کابل او اسلام اباد ترمنځ پرتې ستونزې لاپسې زیاتې کړي :

"د پاکستان او امریکا اړیکې نیغ په نیغه د کابل او اسلام اباد پر اړيکو اغیز کوي، زما په نظر تر دې غونډې وروسته ددې پرځای، چې د کابل او اسلام اباد اړيکې ښې شي لا به پسې خرابې او په افغانستان کې د پاکستان مداخله به نوره هم زیاته شي.

څومره چې د اسلام اباد او واشنګټن اړيکې خرابيږي، نو پاکستان به هڅه کوي، چې په افغانستان کې موجودو امريکايي ځواکونو ته نوې نوې ستونځې پيدا کړی.
"

د افغانستان جمهور رئيس حامد کرزي، چې د پنجشنبې په ورځ اسلام اباد ته رسیدلي و د پاکستان پر جمهور رئیس او صدراعظم سربیره د مسلم ډلې مشر نوازشريف او یوشمیر نورو مهمو سیاستوالو سره د سولې پروسې په ګډون پر یولړ سیمه ييزو حالاتو خبرې وکړې.

ځینې نړیوالو رسنیو د باخبره سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې د پاکستاني مقاماتو سره دحامد کرزي خبرې اترې د پخوانیو سفرونو په نسبت یوڅه جدي وو او په یوه ناسته کې خو ان خبرې لفضي شخړو ته ورسیدې.

که څه هم د دواړو خواوو دولتونو لا په دې باب څه نه دي ویلي، خو د جمعې ورځې په ګډه خبري غونډه کې د حامد کرزي غیرنورماله څيره یا تریو تندی ددې خبرې ښکارندويي کوي، چې پاکستاني مقاماتو یوارې بیا د نوموړي غوښتنو ته چندیانې غوږ نه دی ایښی.
XS
SM
MD
LG