د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۵

افغانستان، ایران او پاکستان د تروریزم پر ضد پر ګډې مبارزې ټینګار وکړ


د افغانستان، ایران او پاکستان ولسمشرانو نن په اسلام اباد کې یوې ګډې خبري غونډې ته په وینا کې د دریواړو هېوادونو ترمنځ د ښو روابطو ټینګولو او د تروریزم پر ضد پر ګډې مبارزې ټینګار وکړ او ويې ویل، چې دوي به په دې لړ کې د مخلصانه هڅو او هلو ځلو یو نوی پړاو پيل کړي.

حامد کرزی او محمود احمدي نژاد، چې د پنجشنبې په ورځ په یوه درې اړخیزه غونډه کې د ګډون په هدف اسلام اباد ته رسیدلی له دې وړاندې د پاکستان له ولسمشر اصف علي زرداري، صدراعظم یوسف رضا ګیلاني او یو شمېر نورو عالي رتبه دولتي مقاماتو سره د سیمې پر امنيتي وضعیت او دوه اړخیزو اړیکو غږیدلي او د ښو پايلو تمه يې څرګنده کړې.

که څه هم دا د درېوارړو ولسمشرانو ګډه خبري ناسته وه، خو د ژورنالیستانو د پوښتنو زیات تمرکز د ایران ولسمشر و او تر نورو دوو هغو احمدي نژاد زیاتې پوښتنې ځواب کړې.

نوموړي که څه هم د کوم هېواد نوم په ډاګه نه کړ خو ویې ویل، چې په سیمه کې موجودې امنيتي او نورې ستونزې د دې هېوادونو خپل پيداوار نه بلکې له بهره پرې تپل شوي، چې په خبره يې حل يې هم باید په خپله د دې هېوادونو له لوري را وایستل شي:

"نن، چې کومه اعلامیه لاسلیک شوه او کومې پریکړې وشوې د دريواړو هیوادونو او ولسونو د هیلو، غوښتنو او د ټولو ستونزو د اوارولو ښکارندويي کوي.

په اسلام اباد کې دا ناسته او بله ناسته چې که خدای کول په کابل کې به ترسره شي د سیمې د ولسونو لپاره به ښې پایلې او لاسته راوړنې ولري
"

د افغانستان ,ولسمشر حامد کرزي، چې تر نوموړي کم وغږید وویل، له ګاونډيوهېوادونو او نړۍ سره د افغانستان دریځ روښانه دی او هغه دا چې موږ له هرچا سره دوستانه او پر دوه اړخیزو اصولو ولاړ روابط غواړو .
نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې داسې وویل:

"زموږ دا غونډه ډير په دوستان فضا کې ترسره شوه، پرون او هم نن موږ پر یولړ مهمو مسايلو سره وغږیدو، بحثونه مو وکړل او د یوبل خبرې او لایل مو په ورین تندي واوریدل.

موږ پر موجودو ستونزو هر اړخیزې خبرې وکړې او پر دې وغږیدو چې څنګه کولی شو له ټولو بحرانونو څخه په ښه توګه ځانونه خلاص او حل لارې يې ولټوو
."

حامد کرزي هم پر خپل وار تمه څرګنده کړه، چې دا غونډه به نه یواځې د افغانستان بلکې د سیمې لپاره ډيره ګټوره ثابته شي.

هغه همدا شان وویل، چې د افغانستان دولت او ولس له ګاونډيو هېوادونو په ځانګړې توګه له ایران او پاکستان څخه د سولې پروسې په لړ کې د بشپړې او مخلصانه همکارۍ تمه لري.

د کوربه هېواد ولسشمر اصف علي زرداري، چې د دواړو میلمنو ولسمشرانو ترمنځ ناست وو د افغانستان، سیمې او نړۍ په باب د خپل هېواد دریځ روښانه او مخلصانه وباله او ویې ویل، چې اسلام اباد تل له ګاونډيو هېوادونو سره ښې اړيکې غواړي او په ځانګړې توګه په افغانستان کې د یوه ځواکمن دولت او سوکالۍ لپاره هرې مرستې ته چمتو دی.

زرداري د يوې پوښتنې په ځواب کې په افغانستان کې د پاکستان د هر ډول لاسوهنې خبرې رد کړې او ویې ویل چې داخبرې هیڅ حقیقت نه لري ، چې ګنې د پاکستان پوځ د افغانستان په چارو کې مداخله کوي.

د افغانستان، پاکستان او ایران د ولسمشرانو ترمنځ دا درې اړخیزه غونډه په داسې حال کې په اسلام اباد کې ترسره کیږي، چې په دې وروستیو کې له یوې خوا د پاکستان و امريکا ترمنځ اختلافات زیات شوي او بل پلو په قطر کې د وسله والو طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې خبرې پيلیدونکې دي.

پاکستان و افغانستان چې له دې مذاکراتو لرې ساتل شوي په دې سلسله کې د ځان شاملولو او برخې اخیستنې په هدف پر امريکا باندې له بیلابیلو لارو څخه د فشار اچولو هڅې کوي.

په اسلام اباد کې دغه وروستۍ غونډه هم د همدې لړۍ یوه کړۍ ګڼل کیږي او داسې ویل کیږي، چې دواړه هیوادونه غواړي له طالبانو سره د امريکا د مخامخ خبرو د سبوتاژولو په هدف یو نوی محاذ پرانیزي.

د راپورونو له مخې پاکستان له وسله والو طالبانو سره د یوه بل چینل له لارې د خبرو اترو ور پرانيزي او هڅه کوي، چې هغې کې افغانستان و ایران هم شامل کړي.

د یادونې وړ ده چې پاکستاني مشرانو له دې وړاندې هم افغانستان ته د هر زار همکارۍ ډاډ ورکړی خو تر اوسه په عملي بڼه داسې هیڅ پرمختګ نه ترسترګو کیږي.
XS
SM
MD
LG