د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۳

لوګرکې ګڼ شمیر مخالفین د سولې له بهیر سره یوځای کیږي


د لوګر د سیمه ایزو چارواکو او ولایتي شورا په هڅو په دې ولایت کې ګڼ شمېر مخالفې وسلوالې ډلې دې ته تیارې شوي چې له جنګ څخه لاس واخلي او د سولې له بهیر سره یوځای شي.

د لوګر د ولایتي شورا چارواکي وایې، چې دا مخالفې وسلوالې ډلې اوس مهال د لوګر په مرکز پل علم او شپږو ولسوالیو کې فعالیت لري، خو د دوې په خبره دې ډلو ژمنه کړې چې له جګړو څخه به لاس واخلي.

د لوګر د ولایتي شورا رییس ډاکټرعبدالولي وکیل ازادۍ راډیو ته وویل، چې له دولت سره د دې نږدې پنځه ویشتو مخالفو وسلوالو ډلو له یوځای کیدو سره به له امنیتي پلوه د دې ولایت وضع بدله شي:

"موږ له بېلابېلو ډلو سره په مستقیم او غیرمستقیم ډول اړیکې ټینګې کړي او کوښښ مو همدا دی چې دا اړیکې نورې هم پراخې شي.

څلور ویشت ډلې تیارې شوي، چې وسلوال فعالیت پریږدې، ان چمتو دي چې وسلې حکومت ته ولیږي او ملکي ژوند غوره کړي."


لوګر کابل ته نږدې پروت دی خو په تیرو څو کلونو کې په دې ولایت کې د وسلوالو مخالفانو فعالیتونه زیات دي په ځانګړي توګه په مرکز پل علم او د څرخ، خرواراو برکی برک په ولسوالیو کې.

د سیمې اوسیدونکي وایې، چې په تیرو دوو کلونو کې د وسلوالو مخالفانو د ګواښونو له امله سلګونه کورنۍ دیته اړې شوي چې له دې ولایت څخه کابل ته کډې شي، خو په روان ژمي کې په لوګر کې امنیتی وضع ښه شوې او اوسیدونکي یې تمه لري چې د سولې له بهیر سره د دې مخالفو وسلوالو ډلو له یوځای کیدو سره امنیتي حالت لا ښه شي.

د لوګر والي جنرال عتیق الله لودین هم تاییدوي، چې سلګونه وسلوال مخالفان له دولت سره یو ځای کیدو ته تیار شوی، خو دی اندیښنه ښیی، که چیرې د پخوا په څیر له دې کسانو سره لازمې مرستې ونشي نو دا پروسه به د ده په خبره په نوموړي ولایت کې ټکنۍ شي:

"د لوګر له نږدې ټولو ولسوالیو څخه نږدې درې سوه شپیته تنه وسلوال طالبان راغلل او د سولې د ټینګښت له کمیسیون سره یوځای شول او د دوې وسلې هم موږ ډایاګ پروګرام ته وسپارلې.

خو له بده مرغه هغه مرستې چې ورسره ژمنې شوې وې چاه ورسره ونه کړې او هغوی له دې امله ډیر خواشیني شول.

اوس بیا اړیکې ټینګې کړي، ځانګړي کمیسیون په دې برخه کې کار کوي او په نږدې ورځوکې به یو شمېر نور وسلوال مخالفان هم خپله وسله په ځمکه کیږدي."

د لوګر سیمه ایز چارواکي د سولې له بهیر سره په داسې حال کې د سلګونو وسلوالو مخالفانو د یوځای کیدو د تیاریو خبر ورکوي چې په ملي او نړېواله سطح په افغانستان کې د سولې د خبرو اترو هڅې ګړندۍ شوي.

سره له دې چې د سولې د روانې پروسې په اړه ځینې اندیښنې هم موجودې دي خو خلک ورته په ښه سترګه ګوري او تمه لري چې دا هلې ځلې عملي بڼه غوره کړي اوله لوګر او ټول افغانستان څخه د جګړو او نا امنیو لمن ټوله شي.
XS
SM
MD
LG