د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۸

جعلي سناتور د کندهار لوړ پوړي چارواکي تیر ایستل


مشرانو جرګه وایې، د حکومت مهمو او حساسو ادارو ته د مشکوکو خلکوور تګ او له دولتي چارواکو سره د هغو لیده کاته کولای شي، زیات خطرونه رامنځته کړي.

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمدعلم ایزدیار د پنجشنبې په ورځ ازادۍ رادیو ته وویل:

په دې وروستیو کې د اصف سرحدي په نوم یو تن ځان د مشرانو جرګې غړی ښودلې او د کندهار ولایت له لوړو چارواکو سره یې لیدلي دي.

د راپورونو له مخې اصف نومې ځان د مشرانو جرګی غړی ښودلی و، ایزد یار زیاته کړه، افغان امنیتي ځواکونه باید دا شخص ونیسي:

«په سنا کې د محمداصف سرحدي په نوم نه انتصابي او نه انتخابي غړی شته، دا د کندهارد ولایت بې کفایتي ده، د دې شخص ترشاه خاماخا امنیتي مسایل شته، چې غواړي ادارې او امنیتي موارد تر لاسه، افشا یې کړي او یا یې کومې مرجع ته ورکړي، موږ د کندهار له امنیتي ارګانونوغواړو، چې دا سړی ونیسي، ځکه چې دا سړی نه د غور دی او نه د سنا غړی دی.»

ویل کېږي، چې اصف سرحدي د کندهار په ولایت کې، ځان د مشرانو جرګې د دفاعي کمیسیون انتصابي غړی ښودلې.

لومړې یې له والي، بیا یې له امنیه قوماندان، په څو ولسوالیو کې له ولسوالانو، د محبس له مسئول، زندانیانو او داسې نورو مهمو کسانو سره لیده کاته کړي دي، په بېلابېلا برخو کې یې ورڅخه معلومات ترلاسه کړي او پښې سپکې کړي دي.

ویل کېږي، چې دغه جعلي سناتور ځیني مهم اسناد هم له ځایه وړي دي، خو د کندهار د والي ویاند زلمی ایوبي د موضوع په هکله ازادۍ رادیو ته وویل:

« مهم او محرم اسناد اصلا دوي ته نه سپارل کېږي، څه ډول اسناد، موږ له دوې سره اسناد نه دی تبادله کړې او نه دی د کوم ځانګړي مرجع استازی په توګه راغلی و.

نه موږ ورته اسناد سپارلي او باید ویې نه سپارو، په هغه صورت کې چې یو مسئول شخص نه دی


کارپوهان وایې، د کندهار له چارواکو سره د یو جعلي سناتور لیده کاته، د مسئولینو د بې کفایتي نښې دي.

د کورنیو چارو وزارت په دې هکله د موضوعاتو له ورکولو ډډه وکړه.

دا لومړی ځل نه دی چې، ځیني لوړ پوړي دولتي چارواکې له مشکوکو افراد سره لیده کاته کوي، څو میاشتې مخکې یو تن چې ځان یې د طالبانو استازی ښودلی و، د افغانستان د سولې د عالي شورا ريیس برهان الدین رباني یې وواژه.
XS
SM
MD
LG