د ارګ ماڼۍ وایې، چې افغان ولسمشر به له خپلو پاکستاني او ایراني سیالانو سره په درې اړخیزه ناسته کې د ځینو نورو مسایلو ترڅنګ په افغانستان کې د سولې په روانو هڅو هم خبرې وکړي.
ښاغلې کرزې د پنجشنبې په ورځ په یو درې ورځني سفر اسلام اباد ته رسیدلې او تمه ده، چې د جمعې په ورځ د افغانستان، پاکستان او ایران په درې اړخیزه سرمشریزه کې ګډون وکړي.
د ولسمشر کرزي د ویاند مرستیال حامد علمي ازادۍ راډیو ته وویل، چې افغان ولسمشر به د سولې د روانو هڅو لپاره له ګاونډیو هېوادونو څخه د همکارۍ غوښتنه هم وکړي.
ښاغلي علمي وویل، چې د دې درې اړخیزې غونډې په اجنډا کې د تروریزم په خلاف روانه مبارزه هم شامله ده:
"د سولې په اړه خبرې، تروریزم سره ګډه مبارزه او له ګاونډیو نه غوښتل کیږي چې د سولې په پروسه کې له افغانستان سره همکاري وکړي او په بېلابېلو برخو کې لکه د مهاجرینو مسله، د ترانزیت مسله او د تجارت پر مسلو بحث کیږي."
له دې درې اړخیزې ناستې مخکې به افغان ولسمشر په اسلام اباد کې له پاکستاني مشرانو سره په دوه اړخیزو مسایلو، چې په کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو څرنګوالې شامل دې هم خبرې وکړي.
اسلام اباد په داسې وخت کې د دې درې اړخیزې غونډې کوربه دې، چې د ځینو رپورټونو له مخې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې پیل شوي.
که څه هم دا خبرې په ډیر لومړني پړاو کې بلل کیږي، خو افغانستان او پاکستان دواړه اندیښمن دي، چې له هغې لرې ساتل شوي، حال دا، چې امریکا بیا بیا دا وضاحت ورکړې، چې د افغان حکومت په مشرۍ د سولې د هڅو ملاتړ کوي.
په پاکستان کې پخوانې افغان ډیپلوماټ احمد سعیدي وایې، چې پاکستان هڅه کوي، د قطر بهیر زیانمن او د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره یوه نوې لاره پرانیزي:
"دا مذاکرات له مجبوریته دي ایران منزوي ده دا چې پاکستان د قطر له خبرو پاتې شوی او اوس کوښښ کوي چې د طالبانو په مذاکراتو کې یو خلل ایجاد کړي."
خو افغان حکومت د سولې په بهیر کې د پاکستان رول مهم بولي او وایې، چې دغه هېواد کولای شي، چې د افغان حکومت او طالب مشرانو ترمنځ، چې په پاکستان کې اوسیږي د خبرو زمینه برابره کړي.
خو د کتونکو سربیره افغان حکومتي چارواکي هم دا مني، چې پاکستان تر اوسه پورې عملا په دې بهیر کې کومه همکاري نه ده کړې.
ټاکل شوې په دې درې ورځني سفر کې افغان ولسمشر د نواز شریف، مولانا فضل رحمان او افتاب احمد خان شیر پاو په ګډون د دغه هېواد له یو شمېر سیاسي مشرانو سره هم وګوري.