د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۳

افغان ولسمشر او پاکستاني چارواکي به د سولې په اړه وغږیږي


افغان ولسمشر نن سهار وختي اسلام اباد ته ورسید، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي حامد کرزی به د دې هېواد له مقاماتو او د اپوزوسیون له مشرانو او غړو سره کتنه کوي.

د ولسمشر کرزي دفتر ویلي، نوموړي له خپل پاکستاني سیال، د پاکستان له صدراعظم او د دې هېواد د پوځ له مشر سره خبرې کوي.

افغان ولسمشر به له پاکستاني مشرانو سره د کابل او اسلام اباد تر منځ د اقتصادي همکارېو او د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د پروسې په تحولاتو وغږیږي.


پاکستان په دې وروستیو کې ویلي، چې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو په پروسه کې به هره هغه همکاري وکړي، چې افغان دولت يې غواړي.

خو د فرانس پریس خبري اژانس په وینا په واشنګټن او کابل کې د پاکستان چې د طالبانو تاریخي ملاتړی ګڼل کېږي، د دې ژمنې په اړه شکونه موجود دي.

که څه هم چې ویل کېږي افغان حکومت او پاکستان په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو له له امله ځانونه له دې پروسې څخه ګوښه احساسوي، خو حامد کرزي ویلي چې کابل د دغې په دغې پروسه کې دخیل دی.

ولسمشر کرزي والستریت ژورنال ورځپاڼې سره په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي، افغان حکومت په دغو درې اړخیزو خبرو کې شامل دی، خو طالبانو تر اوسه پورې له افغان حکومت سره د سولې خبرې رد کړي دي.

حامد کرزي ویلي، د امریکایانو او طالبانو ترمنځ هم تماس نیول شوي، د کابل او طالبانو ترمنځ هم خبرې شوي او د طالبانو په شمول درې واړو اړخونو په خپلو کې تماسونه ټینګ کړي دي.

افغان ولسمشر ویلي له طالبانو سره د خبرو اترو په پروسه کې د پاکستان همکاري او ونډه به دا بهیر اسانه کړي.
XS
SM
MD
LG