د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۲۱

"ناټو له افغانستان سره قوي مشارکت او ګډون غواړي"

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي سایمن ګیس د ازادۍ راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي سایمن ګیس د ازادۍ راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې
سره له دې چې د بن په دوهم کنفرانس کې نړېوالې ټولنې د افغان ځواکونو د تمویل په اړه مهمې ژمنې کړي، خو په کابل کې د ناټو چارواکي په دې باور دي چې د شیکاګو په کنفرانس کې به دغو ژمنو ته حتمي بڼه ورکړې شي.

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي سایمن ګیس د پنجشنبې په ورځ په یوې ځانګړې مرکې کې ازادۍ راډیو ته وویل، چې د روان میلادي کال د مې په میاشت کې په شیکا ګو کې د ناټو په سرمشریزه غونډه کې د افغان او ناټو چارواکو ترمنځ د انتقال د پروسې له بشپړیدو وروسته د دې هېواد د امنیتي ځواکونو د شمېر او مالي لګښت د څرنګوالي په اړه مهمې پریکړې کیږي.

ښاغلي ګیس څرګنده کړه، که څه هم د بن په دوهم کنفرانس کې نړېوالو له افغانستان سره د مرستې لپاره سینه ډبولې، خو په شیکاګو کې باید د دې هېواد د امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا په اړه د مرستو اندازه معلومه شي:

"ښایې د شیکاګو له کنفرانس څخه درې عمده مسایل ترلاسه شي یوه د افغان ځواکونو د جوړولو څرنګوالی.

دوهمه دا چې له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته ناټو په دې هېواد کې د څه ډول رول د لوبولو وړاندېز کوي.

او دریمه مهمه موضوع دا چې موږ تایید کړو، چې له افغانستان سره غښتلی مشارکت غواړو او د شیکاګو کنفرانس موږ ته ښه چانس دی، څو د یو والي په اړه خپل یو څرګند پیغام ورکړو."

سایمن ګیس تمه وښوده، چې د شیکاګو په کنفرانس کې به د اخبره یقیني شي، چې افغانستان باید څه شمېر پوځ ولري، ناټو او متحدین یې په دې هېواد کې له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته څنګه رول لوبول غواړي او له دې هېواد سره څه ډول مشارکت او اوږد مهاله اړیکې باید ټینګې کړي.

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي زیاته کړه، چې د شیکاګو د کنفرانس تر وخته ښایې د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو تړون هم لاسلیک شي، ده دا ستراتیژیک تړون چې اوس یې په اړه خبرې رواني دي، د افغانستان په ګټه وباله او ویې ویل، چې د دې هېواد د امنیتي ځواکونو تر پیاوړتیا پورې باید دا ډاډ موجود وي چې افغانستان خوندي دی.

سایمن ګیس یوځل بیا ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې د تیرو کلونو لاس ته راوړنې د پام وړ دي او هیڅکله به یې دوې له پامه ونه غورځوي:

"موږ د افغانستان پر وړاندې یوه ستره ژمنه کړې او په تیرو لسو کلونو کې موږ دلته زیاته پانګه اچوولې، چې ارزښت یې میلیاردونو ډالرو ته رسیږي.

دغه راز زیات شمېر افغانان او بهرني سرتیري دلته وژل شوي، موږ به ونه غواړو چې یو مخ له افغانستان څخه ووځو او دا پانګه اچوونه له ګواښ سره مخامخ کړو.

د ناټو غړي هېوادونه پر دې مسالې ښه پوهیږي او موږ به ښه مشارکت ولرو."

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې له مهال ویش سره سم د ۲۰۱۴ میلادي کال ترپایه د دې هېواد امنیتي مسوولیتونه یو مخ افغان امنیتي ځواکونو ته سپارل کیږي او د نړېوالو ځواکونو رول به له افغان ځواکونو څخه ملاتړ او د هغوي روزنه وي.

یو شمېر امنیتي کتونکي همدې ټکي ته په اشاره اندیښمن دي، چې ښایې له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته له افغانستان سره د ناټو او نړېوالې ټولنې مرستې را کمې شي او دا هېوادونه توانیږي، چې د خپلو امنیتي ځواکونو مالي لګښت پوره او سم یې سمبال کړي، خو ناټو او متحدینو یې په وار وار ډاډ څرګند کړی، چې له افغان امنیتی ځواکونو سره به د دوې مرستې دوامداره وي او په افغانستان کې به خپلې لس کلنې لاس ته راوړنې په سیند لاهو نه کړي
XS
SM
MD
LG