د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۸

کونړ کې ۴۱تنه ماشومان چې د ځانمرګو بريدونو لپاره قاچاقېدل، ونيول شول


په کونړ کې امنیتي مسولین وايي، چې په لسګونو کوچني ماشومان يي د قاچاق وړونکو له منګولو ژغورلي او بیرته یې خپلو کورنیو ته سپارلي دي.

دوي وايي، دغو قاچاق وړونکوغوښتل ماشومان د دیني زده کړې په بهانه پاکستان یوسي او هلته يي داسې ځایون ته ورسوي، چیرته چې ځانمرګي او د افغانستان د دولت مخالفین روزل کیږي.

کوچني ماشومان وايي،د پیښورپه بېلابېلودیني مدرسو او دارالایتامونو کې زده کړې کولې او د رخصت په نیت کور ته راغلي ول، اوس بیرته مدرسو ته تلل چې په کونړ کې ونیول شول.

د کونړ امنيي قومندان مل پاسوال عوض محمد نذیري ازادۍ راډیو ته وویل، څلور تنه چې د کونړ ولایت د ماڼوګي ولسوالۍ د کوړنګل اوسیدونکي دي، د خپلې سیمي یو څلویښت کوچني ماشومان یې په دریو سراچه ډولو موټرو کې اچولي ول او غوښتل يي چې پاکستان ته يي قاچاق کړي، خو د وټپور ولسوالۍ کې د پولیسو له خوا ونیول شول:

"یو څلویښت ماشومان دي، چې جګ عمر يي لس یا یوولس کاله دی نور له پنځوو نیولی تر لسو دی، د کوړنګل اوسیدونکي دي او د څلورو قاچاق وړونکو له خوا په دې بهانه روان کړی شوي، چې ګنې هلته ورته دیني زده کړې او روزنه ورکول کیږي.

ایا موږ دلته د پنځه کلنو او لسوکلنو ماشومانو لپاره د روزني او تعلیم اسانتیا نه لرو، بې له شکه چې هرڅه ورته لرو، دلته یوه دسیسه ده چې زموږ د ماشومانو د نابودی، زموږ د ځوانانو د نابودی، زموږ د خلکو د ورکولو او د هېواد ورانولو لپاره په لار اچول شوي دي.
"

امنيی قومندان وايي، کوچنیان یې خپلو کورونو ته لیږو او کومو کسانو چې دغه ماشومان انتقالول هغوي به د قانون منګولو ته وسپارو.

په دغو یو څلویښت ماشومانو کې یوازې څلور یاپنځه داسې کسان و، چې عمرونه به یې لس کاله وي، خو نور ټول د پنځو او نهو کالو ترمنځه عمرونه لري، یو تن چې رضوان الله نومیږي او په ټولو کې مشر دی او خبرې يي کولی شوی ازادۍ راډیو ته يي وویل، چې دی او د ده پنځه ملګري د شمشتو په کمپ کې په یوه دیني مدرسه کې زده کړه کوي.

خو د کونړ د پوهنې رئیس سید جمال الدین حسني بیا دا خبرې نه مني او وايي، په کونړ کې دارالایتامونه او دیني مدرسي شته دي او خلک باید خپل ماشومان په کې داخل کړي او پاکستان ته يي ونه لیږي:

"د کونړ په ولایت کې د الله فضل دی ۴۴۴ بابه ښونځي موجود دي، دیني مدرسي او دارالایتامونه دي.

دارالحفاظونه دي،عالي دارالعلومونه دي، دلته معیاري تعلیم او تربیه شته، معیاري نصاب شته دی، زه د کونړ ټولو خلکو ته ډاډ ورکوم چې لیلی لرو او د کومې ولسوالۍ څخه چې دغه ماشومان راغلي هلته مجهز ښونځي او دارالایتام لرو، یعنې د دغو ماشومانو د زده کړې لپاره کوم مشکل نشته.
"

افغان حکومت وايي، څو ځله يي کوچنی ماشومان نیولي چې له پاکستان څخه د ځانمرګو بریدونو په نیت رالیږل شوي او اقرار يي کړی، چې په کومه دیني مدرسه کې ورته زده کړه ورکړل شوې، دوي وايي باید ټول افغانان خپل ماشومان په خپل هېواد کې مدرسو او ښونځیو ته ولیږي، څو په افغاني روحیه درسونه ووايي او د خپلو خلکو او هېواد خدمت وکړي.

طالبان بیا وايي، دوي په جنګ کې له ماشومانو کار نه اخلي.
XS
SM
MD
LG