د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۱

د کډوالو چارو وزارت تراوسه خپله ۴۵سلنه بودیجه لګولې


د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت هم لکه د ځینو نورو وزارتونو په څیر یو شمېر ستونزو ته ګوته نیسي، چې د دوې د پراختیایي بودیجې د لګښت په وړاندې یې خنډونه جوړ کړي دي.

په ولایتونو کې د ځمکو غصب او د کډوالو او راستنیدونکو چارو په وزارت کې د ټیټو وړتیاوو موجودیت هغه لویې ستونزې دي، چې د کډوالو چارو د مسولینو په خبره د دوې د بودیجې د مصرف مخه یې ډپ کړې ده.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند اسلام الدین جرت ازادۍ راډیو ته وویل، چې د همدې ستونزو له کبله یې د تیر کال بودیجه په مکمله توګه سږ کال ته انتقال شوه او په روان ۱۳۹۰ کال کې یې نوې بودیجه نه درلوده.

خو په هر حال ښاغلي جرت زیاتوي، چې له انتقالي بودیجې څخه یې تر اوسه پنځه څلویښت فیصده لګولې ده:

"په ۱۳۸۹ هجري لمریز کال کې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ته له دوه نیم میلیونه ډالرو څخه زیاتې پیسې ورکړل شوې.

اوس مهال د ځمکو یو شمېرغاصبین موږ نه پریږدي چې خپلې پروژې پلي کړو.

په وزارت کې هم د وړتیاوو د کمښت ستونزه محسوسیږي او نه شي کولای چې دغه پیسې په ښه توګه ولګوي، خو موږ سږ کال له انتقالي بودیجې څخه پنځه څلویښت فیصده لګولې ده.
"

کډوالو او بې ځایه شوېو کسانو ته د ښارګوټو جوړول د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت له پراختیایي پروګرامونو څخه دي.

د مالیې وزارت بیا وایي، چې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت تر اوسه اته څلویښت فیصده بودیجه لګولې.

د مالیې وزارت ویاند عزیز شمس څخه مو و پوښتل، چې ولې د کډوالو وزارت نه دی توانیدلې د ۱۳۸۹ کال بودیجه ولګوي؟ او ولې یې دغه بودیجه په مکمله توګه سږکال ته انتقال شوې؟

نوموړي یې په اړه وویل:

"مالیې وزارت د کلنۍ بودیجې د تنظیم او پیسو ورکولو دنده لري، دا چې وزارتونه څنګه دغه پیسې مصرفوي هغه د لوړ پوړه کسانو صلاحیتونو دي.

په دې برخه کې کیدالی شي ملي شورا او د وزیرانو شورا له وزارتونو څخه پوښتنه وکړي.
"

کتونکي بیا د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په مصرف شوې بودیجې انتقاد کوي، د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد سیف الدین سیحون وایي، د وړتیاوو د ټیټوالي دلیل چې د کډوالو چارو وزارت یې وړاندې کوي یوه کمزورې بهانه ده.

ښاغلی سیحون وایي، د کاري فرهنګ نشتوالی او په کډوالو چارو وزارت کې اداري فساد د دې لامل شوي چې خپله بودیجه کمه مصرف کړي:

"په مهاجرینو وزارت کې پیچلی مسایل نشته، ډیر ساده کارونه کوي، راستنیدونکو ته د خوراکي مواد ویشل، خلکو ته د ځمکو ویشل او د افغانستان په کچه د ساده بنسټونو جوړلو دا زما په نظر ډیر مشکل کارونه نه دي.

د کار د فرهنګ نشتوالی، د نظارت نه موجودیت او فساد د دې لامل شوی چې دغه وزارت بودیجه کمه مصرف کړي.
"

له کارپوهانو پرته د ولسي جرګې یو شمېر غړي هم په کډوالو چارو وزارت انتقادونه کوي.

په ولسي جرګه کې د کوچیانو استازی محمد نذیز احمدزی وایي، کوم ښارګوټي چې د کډوالو وزارت له خوا سږ کال جوړ شوي په عادلانه توګه نه دي ویشل شوي:

"د کډوالو لپاره دغه د مهاجرینو ښارګوټي د وزارت له خوا په منصفانه توګه نه دي ویشل شوي، هغو کسانو ته یې نومرې ورکړي چې ځایي خلک وو او مهاجرین په ځای پا ته دي.

دا تش په نوم ښارګوټی دي، ستندرد معیار باندې نه دي جوړ شوي،هلته د اوبو اسانتیاوې نشته،ښوونځي نشته،کیلینیکونشته،لنډه داچې هغه سهولتونه چې ژوند ته په کار دي هلته نشته.

د مهاجرینو وزارت د کمزروې رهبرۍ له امله زمونږ مهاجرین اوس هم په پردیو ملکونو کې پراته دي.
"

ښاغلی احمدزی په ورته وخت کې زیاتوي کومه پراختیایي بودیجه چې کډوالو چارو وزارت ته ورکول کیږي ډیره کمه ده او د مهاجرینوستونزې نه شي پرې هواریدای:

"له ایران او پاکستان څخه زموږ د کډوالو د نه راتګ یوعلت هم دا دی، چې مهاجرینو وزارت ورته هیڅ اسانتیاوې نه دي برابرې کړي، کومه بودیجه چې دوې سره وه د مهاجرینو ستونزو ته کتو ډیره کمه ده، خو دوي له دې کمې بودیجې څخه هم مصرف نه دی کړی، موږ ته د قناعت وړ نه ده، موږ دغه کسان د استجواب لپاره را غواړو او انشاالله چې سلب اعتماد کوو به یې."

په کابل ښار کې ځینې بې ځایه شوې کورنۍ هم شکایت کوي، چې کډوالو چارو وزارت ورته هیڅ هم نه دی کړی.

ځینو کورنیو بې ځایه شوېو کډوالو ازادۍ راډیو ته وویل، چې په دې څو کلونو کې ورته حکومت لومړنۍ اسانتیاوې هم نه دي برابرې کړي:

"موږ له تګاب څخه دا لس دولس کاله کیږي چې مهاجر شوي یو، هلته امنیت خرابه دی او کورونه مو سیلاب ویوړل، زوی مې مریض په کور کې پروت دی، دومره شی نشه چې خولې ته یې کړو.

نوم مې زلمی، نه ځای لرو نه سر پناه، بس همدغه موځای ده، ډیره مشکله ده ، خیمې ټولې ړنګې دي.

زما نوم بلقیسه، دلته خو مې هیڅ ژوند نه دی، واورې په خپله پاکوم،هغه بله ورځ د خیمې له سرنه ولویدم اوس مې پښه او ملا خوږیږي،د خدای هیلې ته پراته یو، زما اولاد هم له مانه ډوډۍ غواړي.
"

کډوال په داسې حال کې دغه شکایتونه کوي، چې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وایي د هېواد په دیرشو ولایتونو کې یې د کډوالو لپاره ۶۰ ښارګوټي جوړ کړي،دغه وزارت مني چې ځینې ښارګوټې یې په معیاري ډول نه دي.

کله مو چې د کډوالو ستونزې د کډوالو وزارت مسولینو ته وړاندې کړي هغوي وویل چې دوې یوازې د هستوګنې نومرو په ویش کې اجرایوي صلاحیت لري او له دې پرته په نورو برخو کې دوې د څارونکو دنده پرغاړه لري.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:18 0:00
مستقیم لېنک



راپور:اسدالله لودین کابل
XS
SM
MD
LG