افغان ولسمشر حامد کرزی په داسې حال کې پاکستان ته سفر کوي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې د تیرو کلونو په نسبت ډيرې ترینګلې ښکاري.
په پاکستان کې د افغانستان ديپلوماتيکې سرچينې د حامد کرزي د دې سفر اصلي هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزو روابطو ته لا پراختیا ورکول بولي او وايي، چې دواړه لوري به د سوداګرۍ، روغتیا، معارف، د مخدره موادو ضد مبارزې او د سیمې د امنیت په باب له یول بل سره وغږيږي.
بل خوا ډیری کارپوهان اسلام اباد ته د نوموړي دسفر اساسي هدف دسولې پروسې مخته وړل او په دې لړ کې له پاکستانه د بشپړې او مخلصانه همکارۍ غوښتنه ګڼي.
په پاکستان کې دیره افغان ژورنالیست او د نیوز ویک اونیزې استازی سمیع یوسفزی وايي، افغان دولت پاکستان د طالبانو اصلي ملاتړی او نژدې ملګری هیواد ګڼي او له همدې امله ښاغلي کرزي یوارې بیا د پاکستاني مقاماتو د مرستې ترلاسه کولو هڅې پيل کړي :
"افغان ولسمشر به له پاکستاني مقاماتو سره د سولې د پروسې او دوه اړخیزو روابطو په اړه غږیږي، خو زما د معلوماتو له مخې دخبرو اصلي اجنډا یا به داسې ووایم چې نوي سلنه برخه به له وسله والو طالبانو سره د سولې بهیر او په دې لار کې د پاکستان د رول ادا کولو په باب وي"
که څه هم د طالبانو د رژیم تر پرځيدا وروسته د کابل او اسلام اباد اړیکې هسې هم خړې پړې وې خو په وروستیو څو کلونو کې د دواړو لوریو د خپل منځي او د ځينې نورو هیوادونو په ځانګړې توګه د امريکا د متحدو ایالاتو له پرله پسې هلوځلو وروسته یو څه نژدیوالی پکې راغی ؛ خو د سولې عالي شورا د مشر برهان الدین رباني وژنې دغه فاصلې یوارې بیا زیاتې کړې.
خو یوسفزی، چې پر اړوندو مسائلو ژور نظر لري، وايي افغان دولت په دې حساس پړاو کې یوارې بیا د پاکستان مرستې ترلاسه کولو هڅې کوي، خو په خبره يې په دې لړ کې د رښتيني پرمختګ په باب څه ویل به له وخته وړاندې وي :
"د افغانستان دولت او پخپله ولسمشر حامد کرزی باوري دی، چې د پاکستان دولت، نظامي ځواک او ځينې مذهبي ډلې پر طالبانو دفشار راوړلو توان لري او کولی شي له خپل نفوذه په کار اخیستنې سره طالبان له افغان دولت سره د خبرو میز ته کښينوي، خو په اوس وخت کې زه داسې نښې نښانې نه وینم، چې دوی به دا کار وکړي"
افغان مقامات وايي، پاکستان ددوی اندیښنو ته چندیانې پاملرنه نه کوي او تر اوسه يې دسولې دهڅو او د خبرو اترو میز ته د طالبانو په حاضرولو کې هیڅ ډول اخلاص نه دی ښکاره کړی.
افغان دولت او نړیوال مطبوعات پاکستان د افغان طالبانو مهم ملاتړی او دا هیواد د وسله والو طالبانو اصلي مرکز ګڼي، خو پاکستان تل دا ډول تورونه ردکړي او وايي، چې نه خو د طالبانوملاتړ کوي او نه هم په دې هیواد کې دهغوی د ځالو موجودیت مني.
تیرمیلادي کال په کابل کې د یوه ځانمرګي بریدګر له لوري د سولې عالي شورا دمشر برهان الدین رباني تر وژنې وروسته پر پاکستان دا ډول اعتراضونه لاپسې زیات شول، ځکه چې د افغانستان دولت وویل داسې شواهد يې ترلاسه کړي، چې برید کوونکی د پاکستان له کويټې ښاره راغلی و او دا پلان د پاکستان د استخباراتي ادارو په مرسته او لارښوونه د کوټې شورا له لوري چې د طالبانو مرکزي شورا ښوول کیږي ترتیب شوی و.
په اوس وخت کې اسلام اباد ته دحامد کرزي سفر له دې امله هم خورا مهم ګڼل کیږي، چې د امريکا متحدو ایالاتو په قطر کې له وسله والو طالبانو سره نیغ په نیغه خبرې پيل کړي او داسې ویل کیږي، چې د افغانستان و پاکستان دولتونه تر ډیره له دې بهیره بهر ساتل شوی.
جمهور رئيس حامد کرزي واک له دې وړاندې هم څو وارې پاکستان ته سفر کړی او هرځل د پاکستاني مقاماتو له خوا په افغانستان کې د سولې د ټينګښت او ښو اړيکو وعدې ورسره شوي، خو افغان لوری شکایت کوي، چې د پاکستان ژمنې یواځې د کاغذ څو تورې کرښې او د خولې تشې خبرې وي او په عملي توګه يې هيڅ هم ندي عملي کړي.