ویسا خپلواکې ورځپاڼې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو وروستې پړاو چندانې بریالۍ نه دي بللې.
ورځپانې لیکلي، چې دا لیدنه د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي مارک ګراسمن او د طالبانو د استازو ترمنځ شوې.
ورځپاڼه لیکي، چې طالب مشرانو له دې لیدنې وروسته ویلي، چې داسې ښکاري، چې امریکا تفاهم ته جدي نه دی.
ورځپاڼې د قطر په خبرو کې دې پرمختګونو ته په اشارې لیکلي، چې دا هڅې تر هغو بریالۍ کیدای نه شي، چې مشري یې افغانانو ته ورنه کړای شي.
هیواد دولتي ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د سولې د روانو هلو ځلو په اړه د علماو د شورا دریځ ته کتنه کړې او لیکلي، چې د افغان حکومت له ښکیلتیا پرته دا هڅې کومه نتیجه نه شي لرلې.
ورځپآڼې لیکلي، چې د دې شورا مشر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي یان کوبیش سره په لیدنه کې په خپل دریځ ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د افغان حکومت په مشرۍ د سولې د هڅو ملاتړ کوي.
ورځپاڼې لیکلي، چې د افغانستان د علماو شورا په دې برخه کې د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي هم د همکارۍ غوښتنه وکړه.
خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې دا خبر ورکړی، چې د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځآنګړي استازي له خپلې دندې استعفی ورکړې.
د ورځپاڼې په وینا میشل شتاینو، چې د بن د دویم نړیوال کانفرانس همغږي کوونکې هم و، د تیر کال په مۍ میاشت کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو منځګړېتوب هم کړی و.
که څه هم ورځپاڼې د ده د استعفی علت ته کومه اشاره نه ده کړې، خو ویلي، چې ده خپله ویلي وو، چې د ډیرې مودې لپاره به په دې دنده پاتې نه شي.
د کابل ورځپاڼو پاتې مطالب تر ډیره د بګرام زندان د لیږد په اړه د افغان حکومت اقداماتو ته ځانګړې شوي.
ویسا لیکلي، که څه هم د بګرام زندان شاوخوا شپږ سووه بندیان افغان حکومت ته سپارل شوي، خو د زندان واګې لا هم د امریکایانو په لاس کې دي.
د ورځپآڼې په وینا په دې زندان کې شاوخوا درې زره افغانان او بهرنیان، چې په ترورستي فعالیتونو تورن دي ساتل کیږي.
ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي، چې د بګرام په زندان کې دوه سووه ماشومان هم په توقیف کې ساتلې کیږي.
دې ورځپاڼې د دې زندان د چارو د افغاني کولو لپاره روانو هڅو ته په اشارې لیکلي، چې د دې زندان درې زره بندیان تر راتلونکې یوی میاشتې پورې د څرخي پله زندان ته واستولې شي.
هیواد لیکلي، چې د بګرام زندان موجودیت د افغانستان ملي واکمنۍ تر پوښتنې لاندي وړي او په کار ده، چې ژر تر ژره یی چارې افغان حکومت ته وسپارلې شي.
ورځپاڼې لیکلي، چې ټاکل شوې وه، د دې زندان چارې په تیره یوه میاشت کې افغان لوري ته سپارل شوې وې، خو په دې موده کې یوازې شپږ سووه بندیان افغان لوري ته سپارل شوي.
د ورځپآنې په وینا افغان ولسمشر د دې زندان د لیږد لپاره ټاکل شوې کمسیون ته دنده سپارلې، چې تر راتلونکې یوې میاشتې دې د دې زندان مسوولیت په بشپړه توګه افغان حکومت ته ولیږدوي.