د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۱

د غاليو په سیالۍ کې افغان غاليو لومړی مقام وګاټه


له هغې وروسته چې افغاني غاليو يا قالینو د څوارلسو هېوادونو ترمنځ د قالینو په سیالۍ کې لومړۍ درجه وګټله، افغان چارواکې وایي، دا د هېواد د صنعت د ښکلي ډیزاین او لوړ کېفیت ثبوت دی او دا هیله باوري کوي چې د نړۍ هېوادونو ته به د افغاني قالینو په صادراتو کې زیاتوالی راشي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزیر ډاکتر انوارالحق احدي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د قالینو تولیدونکي افغان شرکت« تنویر» وهڅاوه.

احدي زیاته کړه، په نړۍ کې د اقتصادي بحران اواري ته جدي هڅې روانې دي اوهیله ده، چې په راتلونکو څو میاشتو کې د شته ستونزې له اواري سره جوخت، د نړۍ په هېوادونو کې د افغاني قالینو مارکېټ له سره تود شي:

«د قالینو د اخیستلو تقاضا په ټوله نړۍ کې کمه شوې ده او علت یې دا دی چې نړۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ ده، اوس هڅې تیزې شوي چې دا بحران اوار شي، د دې له اواري سره سم به یو ځل بیا د افغاني قالینو بازار په نړېوالو مارکېټونو کې تیز شي.

دا چې ځیني وایي، د افغانستان د قالینو په صادراتو کې اویا فیصده کموالی راغلی زه ورسره موافق نه یم.»

احدي دا هم وویل، دا هڅې د هېواد له اقتصادي ودې او کارموندنې سره د پام وړ مرسته کولای شي.

د قالینو د ډیزاین او کېفیت سیالۍ د روانې میلادي میاشتې په پنځمه په دوبۍ کې ترسره شوه.

دې سیالۍ ته د څوارلسو هېوادونو قالیني راوړل شوې، چې افغاني قالینو پکې لومړې درجه وګټله.

د «تنویر ایف، بی، ایم، ای، » مشر داوود جبارخیل وویل، د هېواد په شپږ ولایتونو کې یې د قالینو د جوړولو چارې پیل کړي او هڅه کوي، د کال تر پایه پورې خپل فعالیتونه د هېواد پنځه لسو ولایتونو وغځوي.

جبارخیل زیاته کړه، په اوسنیو شرایطو کې په هېواد کې د قالینو د اوبدلو
«تار» له بهره واردیږي او که دا په هېواد کې دننه تولید شي، د دوې پر تولیداتو به مثبت اغیز وشي:

«په قالینو کې تار او وړی کاریږي، وړی یې په هېواد کې دننه تولیدیږي، خو تار له بهره واردیږي، که د تار د تولید لپاره فابریکې جوړې شي، د قالینو تولیدات به له دې هم ښه او زیات شي.»

د قالنیو سوداګر او تولیدوونکې وایې، له شاوخوا دیرشو کالو راهیسي، افغان قالین اوبدونکي په پاکستان کې په کار بوخت دي، د دوې تولیدات ځیني پاکستانیان اخلي او په بهرنیو مارکېټونو کې یې د پاکستاني تولیداتو په نامه پلوري.

دوي وایې، په هېواد کې دننه ورته د تولید، د قالینو د پروسس او مینځلو شرایط نه دي برابر شوي.

دوي وایې، که دا اسانیتاوې ورته برابرې شي، ډیر قالین اوبدوونکې کورنۍ به له ګاوڼدېو هېوادونو څخه هېواد راستنې او دا فعالیت به په هېواد دننه پیل کړي.

خان محمدسیند، کابل
XS
SM
MD
LG