د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۶

د لغمان قومي مشران:له پاکستانه امنیتي ګواښونو ته اندېښمن یو


که څه هم د لغمان دغه قومي مشران د خپل ولایت په موجوده وضع خوښ بریښي، خو هغو ګواښونو ته اندیښمن دي، چې د دوې په وینا د دې ولایت امنیت ته د پاکستان له لوري متوجه دي.

دا قومي مشران، چې اوس مهال په کابل کې دي، څو خپلې اندیښنې او غوښتنې له افغان حکومتي مشرانو سره شریکې کړي، د چهار شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې راڅرګند شول.

د عليشنګ ولسوالۍ د قومي او پراختیایې شورا غړي نبي جان غمخور وویل، په دغه ولایت کې د پاکستان له لوري د امنیتي وضع د ګډوډې ویره ځکه زیاته ده، چې له یوې خوا د امنیتي مسؤلیتونو دوه پړاوه په کې پلي شوي او له بل لوري دغه ولایت پاکستان ته نږدې پروت دې:

(( پاکستان هلته ګروپونه چمتو کوي او افغانستان ته یې رالیږي، دا خو څه پټه خبره نته ده، خو موږ له خپل ګاونډي پاکستان نه ډیر او په حق شکایت لرو، چې دی له خپل ګاونډي نه ناوړه استفاده کوي او خلک ورته رالیږي، موږ دا په کلکه غندو، دا ښه کار نه دی، ځکه پاکستان، زموږ نږدې ګاونډی مسلمان دی، دا باید زموږ سره همکاري وکړي، نه داسې ناوړه عمل موږ له پاکستان نه شکایت لرو.))

د لغمان ولایت قومي مشرانو او مخورو همدا راز وویل، چې کابل ولایت ته په راغلي دوه ورځیني سفر کی به له یو شمېر سکتوري وزارتونو له چارواکو سره خبری وکړي او په لغمان ولایت کی به د اوبو د دوه بندونو او یو صنعتي پارک د جوړولو غوښتنه وکړي.

د لغمان ولایت د حقوقو رئیس مولوی عبیدالله بیا دغو ګواښونو ته په اشارې وایې، چې مرکزي حکومت باید په دې ولایت کې خپل امنیتي تشکیلات زیات کړي.

ښاغلي عبید وایی، اوس مهال د لغمان ولایت امنیتي چارې افغان ځواکونو ته سپارل شوې او یا هم د سپارلو په حال کې دي نو د دې ځواکونو د لا تجهیز او پیاوړي کولو لپاره اړتیا شته ده:


( دا چې لغمان د انتقال د پروسې په دوهم پړاو کې دي، یو د لغمان خپله اداره ده، چې هغې د ولس په همکاري په خپل امنیت کې پیشرفت کړی دی، نو له مرکزي حکومت نه موږ را غوښتنه کوو، چې د لغمان په هره ساحه کې د دولت موجودیت هلته وښایي او خپل امنیتي تشکیلات زیات کړي او پوره کولو ته یې توجه وکړي.)

د لغمان ولایت، چې یو میلیون نفوس لري او پنځه ادارې واحدونه لري قومي مشرانو یې، کابل ته په خپل سفر کی د پرژل، نورلان صاحب او سرخکانو په نوم د دریو نورو ولسوالیو د جوړید غوښتنه کوي.

لغمان د افغانستان په ختیځ کې پروت ولایت دې، چې له ننګرهار، کونړ، نورستان او د کابل له سروبي ولسوالۍ سره ګډې پولې لري.

خبریاله ذکیه غیاثي نذیر
XS
SM
MD
LG