د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۸

محصلین:د کابل پوهنتون د زده کړو بهیر لا هم ستونزې لري


د کابل پوهنتون ځيني محصلین شکایت کوي، چې د مسلکي ښوونکو، لاربراتوارونو او کتابتونونو کمښت لا هم هغه ستونزه ده چې دوې ورسره د زده کړې په بهیر کې مخ دي.

که څه هم په تیرو څو کلونو کې د کابل پوهنتون په بېلابېلو پوهنځیو کې د پرمختګ لپاره ځینې کارونه شوي دي، خو یو شمېر محصلين وايي، چې زده کړې په کې د عملي پر ځای تر ډیره نظري ورکول کیږي:

“ زموږ لويه ستونزه د کتابتون نه درلودل دي، لابراتوار نه لرو، موږ ته دي کتابتونونه او لابراتوارونه جوړ شي.

اساسي ستونزه زموږ په درسي سیسټم کې ده، چې موږ عملي زده کړي نه کوو، زموږ استادانو چې هم په میخانکي ډول یې درس ویلی موږ ته هم په میخانیک ډول درس راکوي نه په عملي بڼه”

د کابل پوهنتون رئیس پوهاند حمید الله امین هم د محصلینو یادې ستونزې مني او په خبره یې چې دغه پوهنتون د لویو کتابتونونو او بېلابېلو لابراتوارونو جوړولو ته اړتیا لري، چې افغان حکومت او مرسته کوونکي ادارې باید ورته پام وکړي.


پوهاند امین د اوسنۍ نړۍ پرمختګ او ټیکنالوژۍ ته په کتلو وايي، چې د یادو شوو امکاناتو نه موجودیت یې د زده کړو بهیر اغیزمن کولای شي.

نوموړی وايي، د دې پوهنتون پخواني استادان په تیرو جنګونو کې وژل شوي، له هېواده وتلي او یا اوس درس نه شي ورکولای:

“له بده مرغه ډیری ستونزې لرو د باکیفیته تحصیل لپاره د مسلکي استادانو نشتوالی دی، زموږ ډیر استادان ځوانان دي، چې باید د تربیې لپاره بهر ته ولیږل شي.

د ډیرو کتابتونونو او لابراتوارونو نشتوالی دی او هر لابراتوار په میلیونو ډالرو ته اړتیا لري، یوازې په انجینیري کې 14 لابراتوارونو ته اړتیا ده، هر یو یې میلیون ډالره لګښت لري، نصابونه باید د اوسني عصر له اړتیاوو سره برابر شي.”

د کابل پوهنتون رئیس دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ په افغانستان کې د چین د سفارت له خوا د 63 میلیونو افغانیو په ارزښت د برقي وسایلو د مرستې د ترلاسه کولو په غونډه کې وکړې، په دغو وسایلو کې کمپیوټرونه، سکینرونه، د کاپي ماشینونو او نور وسایل شامل دي.

د چین د سفیر د معلوماتو له مخې چې هېواد به یې په راتلوونکي کال کې په دې پوهنتون کې د چینايي ژبې د ډیپارټمنټ او د دې پوهنتون لپاره د یوه لوی مېلمستون د ودانیو د جوړولو کار پیل کړي.

د چارواکو د معلوماتو له مخې کابل پوهنتون 16 پوهنځی او شا وخوا 16 زره محصلین لري، چې د 750 استادانو له خوا ورته درس ویل کیږي.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG