د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۸

د کونړ د مرکز او مرورې ترمنځ پول بیا ورغول شو


د کونړ ولایت د مرکز او مرورې ولسوالۍ ترمنځ د کونړ په سیند یو پوخ پول، چې پخوا جوړ شوی وو او د تیر کال د سختو سیلابونو له امله ویجاړ شوی، په کونړ کې د امریکا د متحده ایالاتو د ولایتي بیارغونې د ډلې له خوا د څلور سوه او شلو زرو امریکايي ډالر په لګښت بیا ورغول شو.

د کونړ د مرکز اسعداباد یو تن قومي مشر حاجي محمد عارف ازادۍ راډیو ته وویل، چې پخوا دوي مرورې ته د تګ او راتګ پرمهال ګڼې ستونزې درلودې، خو اوس چې پول ورغول شو هغه ټولې ستونزې یي هوارې شوي:

"دا ډیر مهم پول دی، ځکه چې د مرورې ولسوالۍ ډیر نفوس لري، د مرکز او د مرورې د خلکو ترمنځ د خپلوې او قومي رشتې ډیرې دي، پخوا به چې کوم مشکل پیدا کېده نو موږ به دوه درې ساعتو کې د یو بل غم ښادی کې شریکېدلو او که اوس خدای مکړه کوم مشکل پیداکېږي نو ډیر ژر ځان ور رسولای شو."

د کونړ والي فضل الله وحیدي د پول د پرانیستلو د مراسمو پر مهال وویل، چې د مرورې او نور پلونه په پاخه او اساسي ډول پخوا جوړشوی و، خو د تیر کال سختو سیلابونو د کونړ پر سیند دوه اباد شوي پلونه یوڅه زیانمن کړي، چې دا دی د مرورې پول یو ځل بیا ورغول شو:

"دا پول د مرورې ولسوالۍ پول دی، چې پخوا جوړ شوی وو، خو د تیر کال د سختو سیلابونو له امله يي یوه پایه خرابه شوي وو، چې یو ځل بیا د پي ار ټي یو ولایتي بیا رغوني ډلې له خوا د څلور لکو او شل زره امریکايي ډالرو په لګښت ورغول شو، دا به په راتلونکې کې انشاالله یوه ترانزیتي لاره وي او په زرګونو خلک به ترې ګټه اخلي."

د یادونې وړ ده، چې په تیرو څلورو کالو کې د کونړ په سیند د امریکا د متحده ایالاتو په مالي مرسته اته پلونه جوړ شوي وو، چې د مرورې او نورګل ولسواليو کې دوه پولونه خراب شوي، چې د مروري یې نن بیا ورغول شو او د زیړی بابا پول لا تر اوسه وران پروت دی.

روح الله انوري کونړ
XS
SM
MD
LG