د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۶

"پاکستان دې د سولې په خبرو خپلې ګټې په پام کې نه نیسي"


که څه هم په افغانستان کې د سولې په ټینګښت کې د پاکستان رول ته د شک په سترګه کتل کیږي، خو قطر ته د دغه هېواد د صدراعظم د سفر په درشل کې د سولې عالي شورا له ده غوښتي، چې د سولې په هڅو کې ریښتینې همکاري وکړي.

ټاکل شوې، چې د پاکستان صدراعظم سید یوسف رضا ګیلاني د دوشنبې په ورځ دوحې ته سفر وکړي او د دغه هېواد له چارواکو سره په افغانستان کې د سولې په روانو هلوځلو او طالبانو ته د دفتر د خلاصولو پر موضوع خبرې وکړي.

د پاکستان صدراعظم قطر ته دا سفر وروسته له هغه کوي، چې تیره اونۍ د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیري په کابل کې له افغان مشرانو سره په خبرو کې د افغان حکومت په مشرۍ د سولې د خبرو ملاتړ وکړ.

خو د سیاسي چارو افغان پوهان وايي، پاکستان په تیرو دریو لسیزو کې نه دي غوښتي، چې په افغانستان کې سوله او امنیت راشي او دا ځل هم هڅه کوي، چې په قطر کې د سولې خبرې په خپله ګټه تمامي کړي.

د راپورونو له مخې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ له تیرو لسو میاشتو راهیسې خبرې کیږي او پاکستان هڅه کړې، چې په دغو خبرو ور ګډ شي.

خو ځیني نور کتونکي بیا افغان حکومت ته سپارښتنه کوي، چې د قطر په خبرو ورګډ شي او عملا دې دا هڅې په خپل کنټرول کې واخلي.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG