د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۴

په بادغيس کې ستونزې او پرمختګونه - د سلواغې ١٤مه


په بادغيس کې يو افغان سرتېرى
په بادغيس کې يو افغان سرتېرى
بادغیس د افغانستان په شمال لوېدیځ کې د فاریاب، هرات او غور ولایتونو ترمنځ پروت دی. دا ولایت له ترکمنستان سره هم اوږده پوله لري.

قلعه نو یې مرکز دی، د ولسوالیو شمېر یې پنځو او نفوس یې نژدې پنځه لکو ته رسېږي. غورماچ هم تر څو کاله مخکې پوري په دې ولایت پوري تړلی و خو اوس مرغاب، مقر، آب کمري، قادس او جیوند د بادغیس ولسوالۍ دي.

په بادغیس کې چې مرغاب او هري رود سیندونه بهېږي، زراعت د خلکو د عوایدو اصلي منبع ده خو له دې سره سره په وروستیو څو لسیزو په تېره بیا په نوي یمه لسیزه او دغه راز د دوه زرمې لسیزې په کلونو کې د بادغیس خلکو سختې وچکالۍ لیدلي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:27:12 0:00
مستقیم لېنک


په دې ولایت کې یو وخت د پستو زیات ځنګلونه موجود ول خو اکثره له منځه تللي دي. هیله لرو چې په ځانګړي ډول به د بادغیس اوسېدونکي ټېلفون راوکړي او نه یوازې به د خپل ولایت ستونزې له خپل والي او حکومت سره شریکې کړي بلکې د خپل ولایت د چارو د لا ښه کېدو لپاره به مشورې، وړاندیزونه او نظرونه هم وړاندې کړي.
XS
SM
MD
LG