د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۴۵

"امریکا به د افغان میرمنو له اقتصادي ودې سره مرسته وکړي"

په افغانستان کې د امریکا د متحدو ایالاتو سفیر راین کراکر نه یوازې دا چې د افغانستان د ښځو له اقتصادي ودې سره یې د مرستو ژمنه وکړه بلکه ویې ویل چې، د دوې د ټولنیزو فعالیتونو او حقونو د خوندي ساتلو د روانو هڅو ملاتړ به هم وکړي.

راین کراکر دا خبرې په هغه ناسته کې وکړې، چې د افغانستان د امریکایې پوهنتون په چوکاټ کې، افغان میرمنو ته د اقتصادي ودې د یو مرکز د بنسټ د ډبرې د ايښودو په مناسبت جوړه شوی وه:

«موږ افغان میرمنو سره په اقتصادي برخه کې همدارنګه مدني ټولنې او لږه کېو سره د دوې د ژوند د ښه والي په ټولو برخو کې خپلو مرستې جاري ساتو»

په غونډه کې یو شمېر میرمنو، سوداګرو او پانګوالې برخه اخیستې وه، راین کراکر وویل، په دې مرکز کې به هغه افغان میرمنې مسلکي زده کړې وکړې چې له سوداګرۍ سره مینه لري او یا غواړي چې د اقتصادي ودې په کومه برخه کې پانګه اچونه وکړي.

په افغانستا ن کې د امریکایې پوهنتون موسس ډاکتر شریف فایض وویل،
په دې مرکز کې به د سوداګرۍ، پانګې اچونې او اقتصادي ودې په برخه کې د افغان میرمنو استعدادونه وروزل شي، فایض د جوړیدونکې مرکز په هکله وویل:

«د یوې مهمې ودانۍ ډبره چې نن کېښودل کېږي، پیسې د امریکا د دفاع وزارت ورکوي، دا به د افغان میرمنو د اقتصادي او ټولنیزو چارو د پراختیا مرکز وي.

تمه ده، چې روان میلادي کال سپتمبره پورې به بشپړه شي، غواړو د دې مرکز په مرسته د افغان میرمنو استعدادونه په مرکز او ولایتونو کې وروزو»

امریکا نه یوازې دا چې په افغانستان کې یې د افغان میرمنو د اقتصادي ودې لپاره پروګرامونه ترتیب کړي بلکه له هېواده بهر یې هم افغان میرمنو ته ورته پروګرامونه تنظیم کړي دي.

سربیره پردې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې ځینو بهرنیو موسسو افغان میرمنو ته د حرفو د زده کړې او اقتصادي پراختیا یو لړ لنډ مهال پروګرامونه پلي کړي دي.

افغان میرمنې وایې، دا توان او پوهه لري چې په سوداګریزو چارو کې برخه واخلي، تولیدات یې زیات او لاسي صنایع یې بهرنیو مارکېټونو ته لاره ومومي، خو د هېواد په ځینو سیمو کې د ناامنیو له امله نه شي کولای چې په ډاډه توګه خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

راپور- خان محمدسیند، کابل
XS
SM
MD
LG