د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۴۲

پاکستان د افغانستان په سوله کې رول لري؟ د سلواغې١٣مه

د افغانستان او پاکستان د بهرنيو چارو وزيران
د افغانستان او پاکستان د بهرنيو چارو وزيران
یو شمېر کارپوهان پدي باور دي چي په افغانستان کي د وژونکوجګړو دوام د پاکستان پوځيانو ته په اصطلاح لنګه غوا ده او هغه متل هم ریښتیا کیږي چي وایي: منډې به لالا وهی ، مړۍ به عبدالله وهي.

په جګړو کي د افغانانو کورونه وران شول، ښځې، ماشومان، ځوانان او سپین ږیري یي تباه شول او په میلونونو نور یي په ګاونډیو هیوادو کي د توهین او هلاکت شپي سبا کوي خو د پاکستان پوځيانو له امریکا، عربو او نورو هیوادو څخه میلیاردونه ډالره تر لاسه کړل او طبیعي خبره ده چي په افغانستان کي سوله او د جګړې ختمیدل د پوځيانو په ګټه نه دي .

په افغانانو کي هم د نفاق، ځانځانۍ او قدرت غوښتنې مهلک مرض خپور شوی او تر اوسه ملي وحدت یوازې د خالي شعار په توګه پاته دی. ملي ګټې او ملي وقار په شخصې او تنظیمې ګټو مقدم ندي ګڼل شوې.

له طالبانو سره د امریکایانو د خبرو او په قطر کي د یوه سیاسي دفتر د پرانستلو مسله هم ګرمه ده او له خلکو سره په افغانستان کي د سولې او د جګړې د ختمیدو هېلې زیاتې شوې دي، خو په دې وروستیو کي په عربستان کي د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مذاکرې خبرونه او راپورونه خپاره شول.

بله دا چي په امریکا او فرانسې کي د جمهوري ریاست انتخابات هم نږدې شوې، د افغانستان مسله او د بهرنیو ځواکونو پوځي حضور د خلکو په رایو کي زیات اغیز لري.

پوښتنه دلته ده چي په افغانستان کي به سوله واقعې سوله وي او که لویدیځ په اصطلاح هسي لوټه ږدې او له اوبو تېریږي؟ آیا پاکستان مجبوریا متعهد شوی چي د افغانستان د سولې په عملیې کي به صادقانه همکارې وکړې؟ دا او نورې پوښتنې له محترمو ملمنو سره په خبرو کي ځواب شوې.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:45:09 0:00
مستقیم لېنک


هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:40:05 0:00
مستقیم لېنک


د کابل په سټډيو کي رابللې میلمانه وو:

۱ د جمهور رئیس حامد کرزي سلا کار وزیر ښاغلی انجینیر محمد یوسف پښتون
۲ – د ولسې جرګې غړی ښاغلی محمد عبده
۳ – د سیاسی چارو کارپوه ښاغلی احمد سیدي
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG