د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۵

لویه څارنوالۍ د سحر ګل دوسیه محکمې ته استولې


د افغانستان لویې څارنوالۍ له محکمی څخه د سحرګل په شکنجه او ځورولو کې ښکیلو کسانو ته تر اوو کلونو د بند سزا غوښتنه کړې.

د لویې څارنوالۍ مرستیال رحمت الله نظري ازادۍ راډیو ته وویل، چې د سحرګل د خسرګنۍ دریو تنو ته یې د سزا غوښتنه کړي او د میړه د نیولو په لټه کې یي دی.

پنځلس کلنه ناوی سحرګل، چې په بغلان ولایت کې اوه میاشتې د خپل میړه په کور کې بندي او شکنجه کیدله تیره میاشت پولیسو وموندله او د درملنې لپاره یې کابل ته راوستله.

د سحرګل په وینا دا په دې موده کې د خسرخیلو د کورنیو د بېلابېلو غړو له خوا په دې خاطر کلکه شکنجه شوې چې غوښتل یې ناوړه کارونه وکړي چې له ډیرې شکنجې څخه د کوما په حالت کې وه.

بل خوا د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د سحر د شکنجې عاملینو ته له محکمې څخه د درنې سزا غوښتنه کړې.

دا یواځې سحرګل نه ده، چې د کورني تاوتریخوالي قرباني شوې، د سحرګل له پیښې څه موده وروسته په کندز کې یوه بله میرمن د خپل میړه او خواښې له خوا په دې خاطر زندې شوه، چې لور یې زیږولې او بله د بغلان ولایت د مرکزي بغلان په ولسوالۍ کې د خپل میړه له خوا ووژل شوه.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایي، چې د روان لمریز کال په نهو میاشتو کې د تیر کال د همدې مودې په پرتله د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی پنځوس سلنه زیات شوی دی.

د رسمي شمېرو له مخې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په روان لمریز کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي درې زره اوسل پیښې ثبت کړې، چې وړم کال دا شمېره یوزره نهه سوه وه.

خبریاله: ذکیه غیاثي نذیر
XS
SM
MD
LG