د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۹

امریکا د لوګر پر بيارغونه ٢٥٠ ملیونه ډالره لګوي


په لوګر کې میشتو امریکایې ځواکونو ژمنه کړې، چې په دې ولایت کې به د بیارغونې پر مهمو او اساسي پروژو شاوخوا دوه نیم سوه میلیونه ډالر ولګوي.

د لوګر والي جنرال عتیق الله لودین ازادۍ راډیو ته وویل، چې دا پیسې به د ۲۰۱۴ میلادي کال تر پایه پر هغو پروژو ولګول شي چې هم اساسي دي او هم کولای شي د خلکو اقتصاد پر پښو ودروي.

د جنرال لودین په خبره د خوښیو ولسوالۍ په دوبندي سیمه کې د ابتک د اوبو بند حوړول، د خروار ولسوالۍ او غزني ترمنځ د سړک قیرکول، نږدې سل کاریزونه پاکول، مهمې ویالې او کانالونه ایستل، په ځینو بازارونو کې د لمریزې برښنا فعاله کول، د یو شمېر ښوونځيو او روغتیایې کلینکونو جوړول او داسې نور مهم کارونه به پردې پیسو ترسره شي.

جنرال لودین وویل، چې د لوګر په مرکز پل علم ښار، محمداغې، برکي برک او خوښیو ولسوالیو کې په تیرو کلونو کې د بیارغونې ځینې کارونه ترسره شوي او له همدې امله د دې پیسو د پام وړ برخه به د ازرې، څرخ او خروار په ولسوالیو کې ولګول شي:

"په دې پیسو به ډیرې مهمې پروژې عملي شي یوه له خوښیو ولسوالۍ نه ترازرې پورې د سړک قیرکول، بله له څرخ نه ترخروار پورې سړک قیر کیږی، له پل علم نه د محمداغې ولسوالۍ تر پایه پورې د لوګر سیند دواړو خواوو ته استنادي دیوال جوړول هم په کې شامل دی.

د دې ترڅنګ ګنې نورې پروژې هم شته، چې عملي شي او دغه راز د لوګر په بېلابېلو برخو کې به زرګونه کسان په کار بوخت شي."

د لوګر والي وویل، چې پر امریکایې ځواکونو سربیره په دې ولایت کې د چک جمهوریت د ولایتي بیارغونې ټیم هم ژمن دی چې په بېلابېلو برخو کې د خلکو له غوښتنو سره سم د بیارغونې کارونه ترسره کړي.

دغه راز د لوګر د ولایتي شورا رییس ډاکټرعبدالولي وکیل ازادۍ راډیو ته وویل، چې په تیرو کلونو کې د لوګر ځینې برخې د بیارغونې له درکه هیرې شوي او دیته اړتیا شته چې هم افغان حکومت او هم بهرنۍ موسسې ورته جدي پاملرنه وکړي.

د ډاکټر وکیل په خبره دوې به ډیره هڅه وکړي ترڅو د امریکایې ځواکونو له خوا دا تازه مرسته په پوره شفافیت او دقت سره او د خلکو لومړیتوبونو ته په پام په لوګر ولایت کې ولګول شي:

"د دې پروژو د عملي کول او شفافیت لپاره لومړی باید امنیت ښه ټینګ شي، بله دا چې خلک باید په عملي کولو کې یې همکاري وکړي او دا درک کړي چې دا پروژې زموږ لپاره دي او زموږ ګټې په نغښتي دي.

که چېرې دا همکاري وي نو موږ به هم وتوانیږو ښه څارنه وکړو او نتیجه به یې خلکو ته ښه وي"

د لوګر اوسیدونکي وایې، چې په تیرو کلونو کې هم په دې ولایت کې د حکومت او بېلابېلو موسسو له خوا ډیرې پیسې ولګول شوې، خو د دوې په خبره څومره چې تمه یې کیده اغیزمنې نه وې او لا هم په دې ولایت کې له هره پلوه ناخوالې او ستونزې ډیرې دي.

دوې غوښتنه کوي، چې د امریکایی ځواکونو له خوا د دې دوه نیم سوه میلیونه ډالرو له لګولو سره باید په لوګر کې ډیر پرمختګ وشي او د دې ولایت اوسنۍ بڼه او د اوسیدونکو ژوند یې له اقتصادي پلوه بدل شي.

د لوګر والي جنرال لودین ژمنه وکړه، چې پردې پیسو سربیره د مس عینک دکان له درکه به هم په دې ولایت کې مهم او اساسي کارونه ترسره شي او په لوګر کې به زرګونه تنه ځوانان په کارونو بوخت او دا ولایت به د ودې او پرمختګ له پلوه اساسی بدلون ومومي.
XS
SM
MD
LG