د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۵

د سوريي په اړه پر شوي پریکړې د روسيي نیوکه


عربي ټولنې د چارشنبې په ورځ د سوریې په اړه د یو پریکړه لیک مسوده چې د امریکا، بریتانیې او فرانسې ملاتړ هم ورسره ده د امنیت شورا ته وړاندیز کړه.

په دې پریکړه لیک کې د سوریې له ولسمشر بشارالاسد څخه غوښتل شوي چې په خپل هېواد کې د جګړې او وینې تویدنې د پای ته رسولو په خاطر واک خوشې کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې ویلي باید چې د وژنو او جګړې د مخنیوي لپاره زرتر زره اقدام وشي.

خو روسيې چارواکې انتقاد کوي او وايي د عربي ټولنې د پریکړه لیک په مسوده کې په سوریه کې د بهرنۍ پوځې لاس وهنې امکان په څرګنده او روښانه توګه نه دی رد شوی.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر ویتالي چورکېن ویلي، دا هېواد به د امنیت په شورا کې د سوریې په اړه هر هغه پریکړه ویټو کړي چې د کړکېچ د لا لویدو امکان رامنځ ته کوي:

"که د پریکړه لیک متن موږ ته د منلو وړ نه وي نو موږ به یې ویټو کړو، که داسې متن وي چې په کې تیروتنې وينو او د کړکېچ د لا زیاتیدو لامل کېږي، نو موږ به اجازه ور نه کړو چې تصویب شي، په دې کې هیڅ شک نه شته."

ویتالي چورکېن د چارشنبې په ورځ په نیویارک کې وویل، د دې پریکړه لیک په اړه رایي ورکونه به سرچېه نتایج ولري او روسیه له خپلې هغې غوښتنې څخه نه په شا کېږي چې د سوریې د کړکېچ پر داخلي هواري ټینګار کوي.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر همدارنګه د بشار لاسد د رژيم له مخالفانو وغوښتل چې میړانه وښيي او له حکومت سره خبرې اترې وکړي.

د سوريې په اړه په ملګرو ملتونو کې د روانو ناندریو سره په یو وخت دننه په سوریه کې هم د حکومتي ځواکونو او هغو پوځیانو ترمنځ چې له حکومت څخه بیل شوي او د مخالفینو سره دریدلي ورځنۍ نښتې دوام لري.

سیاسي فعالان وايي، د چارشنبې په ورځ د حمص په ښار کې په روانو نښتو کې لږ تر لږه اته تنه ملکېان او پنځلس تنه پوځیان وژل شوي دي.

دوې وايي په سوریه کې د تیرو درې ورځو په نښتو کې لږ تر لږه دوه سوه کسان وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو شمیر ښيي چې په سوریې کې حکومت ضد مظاهرو د راپورته کېدو راهېسې په تیرو لسو میاشتو کې تر اوسه په دې هېواد کې نږدې پنځه نیم زره کسان وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG