د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۴۱

ساپى: د کاپيسا امنيتي ځواکونه د مسووليت اخيستلو وړتيا نه لري


په ولسي جرګې د کاپیسا ځینې استازي وايي چې ددې ولایت وضعیت دې ته اماده نه دی چې د امنیت مسووليت یې دې افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

پاریس ته په خپل سفر کې د افغانستان جمهور رئيس حامد کرزي وویل چې د کاپیسا امنیت به د روان میلادي کال له مارچ میاشتې وروسته افغان ځواکونو ته وسپارل شي

په ولسي جرګې کې د کاپيسا ولایت استازی محمد اقبال ساپى ازادي راډیو ته وویل چې که د ولایت امنیت یې افغان ځواکونو ته وسپارل شي، نو ډیرې ستونزې به رامنځ ته شي.

نوموړی همداراز وايي چې په اله سای ولسوالۍ کې په روانو پوځی عملیاتو کې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ښاغلي ساپي زموږ د همکار احمد زبیر ژمن سره په مرکې کې وویل

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:25 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG