د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۱

طالبان د سولې خبرو ته څه شرایط لري؟


طالبانو ویلي که بندیان یې له ګوانټانامو زندان څخه خوشي شي، نو په هغه صورت کې به دوی له واشنګټن او افغان حکومت سره خبرو ته کښېني.

د خبرو تحرک هغه وخت پیدا شو، چې د طالبانو مشر ملا عمر وویل، په دې شرط به له واشنګټن سره خبرو ته کښېني چې دوی ته په قطر کې یو سیاسي دفتر پرانستل شي.

د امریکا متحده ایالات چې د پردې تر شا د افغانستان د سولې عملیه پر مخ وړي د افغان حکومت او خپلو خلکو د حساسیتونو په پام کې نیولو سره یې په احتیاط اعلان وکړ، چې طالبانو ته په قطر کې د دفتر په پرانستلو سلا شوي دي.

خو جمهور ريیس حامد کرزي سمدستي داسې وانګېرله، چې دوی په خبرو کې څنګ ته شوي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن افغانستان او پاکستان ته خپل خاص استازی مارک ګروسمن کابل او د سيمې نورو هیوادونو ته واستاوه، چې شکونه لیري او د سولې عملیې ته د خلکو ملاتړ جلب کړي. کابل ته د ګروسمن سفر بریالی بریښي.

د افغانستان د سولې د عالي شوری یو غړی چې د مسالې د حساسیت له وجې نه غواړي نوم یې په ډاګه شي، وایي، طالبانو ته په دوحه کې د سیاسي دفتر پر سر د افغان حکومت، طالبانو، قطریانو او امریکایي چارواکو ترمنځ اختلافات موجود وو. خو زیات امکان لري، چې د طالبانو دفتر او رسمي خبرې ژر پیل شي.

د افغانستان د چارو څیړونکی او پیژندل شوی لیکوال احمد رشید هم په دې بارو دی، چې ګروسمن سيمې ته د خپل سفر په جریان کې یو لړ ستونزې حل کړي، خو د خبرو د پیل په اړه یې په احتیاط نظر څرګند کړی دی.

احمد رشید وایي، فکر کوم موږ په لار روان شوي یو. کابل ته د امریکایانو د سفر پر مهال زیات مخالفتونه یا تضادونه حل شول، خو اصلي مساله یعنې له ګوانټانامو زندان څخه د طالبانو د بندیانو د خوشي کولو مساله تر اوسه نه ده حل شوي.

د احمد رشید په وینا، په ګوانټانامو زندان کې د تروریزم ضد جګړې بندیان ساتل کیږي او واشنګټن باید چې د بنديانو د خوشي کولو پلان دېرش ورځې وړاندې کانګرس ته وړاندې کړي، چې د طالبانو په اړه تر اوسه دا کار نه دی شوی.

دا لانده څرګنده چې طالبان به د بندیانو له خوشې کېدو مخکې په قطر کې خبرو ته حاضر شي او که څنګه؟

په دې سربېره، طالبان باید بیانیه صادره کړي او له افغانستان حکومت سره د خبرو اړتیا ومني. دغه راز متحده ایالات او قطر هم باید د طالبانو د دفتر جزییات په ډاګه کړي.

احمد رشید زیاتوي، زیات شمېر مواد باید حل شي او فکر کوم د حل کیدو په حال کې دي.

د طالبانو هیات یا استازي مخکې له مخکې قطر ته تللي دي. د احمد رشید او د افغانستان د سولې د عالي شوری غړی دواړه په دې باور دي، چې دا د دې معنی نه لري، چې طالبان راضي شوي خبرې وختي پیل کړي. د طالبانو استازی په دې وروستیو کې قطر ته تګ راتګ کوي.

د سولې د عالي شوری د غړي په وینا، د طالبانو د سولې د هیات غړي لکه سید طیب آغا، محمد عباس ستانکزی او شهاب الدین دلاور له دریو څلورو میاشتو راهیسې په قطر کې دي. او دا داسي نه ده چې دا کسان پرون یا نن هلته رسیدلې دي.

د افغانستان سولې د عالي شوری منشي امین الدین مظفري فرانسپرس آژانس ته ویلي، افغان حکومت له قطر حکومت څخه تمه لري چی د دوي یو هیئت کابل ته راشي او په خبرو کې خپله ونډه روښانه کړې. دی وایي، افغانستان او پاکستان ته د امریکا خاص استازي مارک ګروسمان کابل ته د خپل سفر پر مهال دا بیخي په ډاګه کړه چې له طالبانو سره د سولې په هرډول خبرو کی به افغان حکومت شامل وي.

د مظفري په وینا، له طالبانو سره د خبرو لپاره اوږده لار په مخکې ده ، د افغان حکومت د شرطونو او ونډې په ګډون زیاتې مسلې باید حل شي.
XS
SM
MD
LG