د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۷ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۶

پکتين: د وينې د ساتنې لپاره اسانتياوې نه لرو


د پکتيا ولايت د مرکزي ملکي روغتون مسوولين وايي چې په دې روغتون کې د وينې ساتنې لپاره کافي وسايل او ځانګړې ودانۍ نشته او له همدې امله ده چې ډېر کله ولادي او جراحي ناروغان پر خپل وخت د وينې د نه پيدا کېدو له امله ساه ورکوي.

د ګردېز د ملکي روغتون سرطبيب ډاکټر حيا ګل پکتين ازادي راډیو ته وويل چې: اوس مهال د وينې د ساتنې لپاره يوازې يو یخچال په واک کې لري چې هغه هم له دېرشو پاکټونو څخه زياته وينه نi شي ځايولz، خو برعکس د وينې لپاره د اړو ناروغانو کچه زياته ده.

خو يو څه چې نوموړی يې ګټور بدلون بولي، دا دی چې د پخوا پر تله اوس د پکتيا په عامو اوسېدونکو کې د وينې ورکولو فکر وده کړې او د ګردېز د مرکزي روغتون د وينې بانک خپله د همدې سيمې د عامو خلکو په وينه چلېږي.

زموږ همکار لمر نيازي په همدې اړه له ډاکټر حياګل پکتين سره مرکه کړې. او د مرکې په پيل کې يې ترې پوښتلي چې د ګردېز په ملکي روغتون کې د وينې د موجوده بانک څه حال دی؟

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:52 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG