د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۹

"په هلمند کې د کوکنار د کښت په زیاتوالي کې د مافیا لاس دی"


د افغانستان د مخدرو موادو سره د مبارزې وزارت د هلمند په ولایت کې د کوکنار د کښت په زیاتوالي کې د مافیا لاس لرل تاییدوي خو وایي چې په ځانګړي توګه په دې برخه کې د ای، اس، ای، د لاس لرلو په هکله کره شواهد نه لري.

د مخدرو موادو سره د مبارزې د وزارت ویاند ذبیح اله دایم د پنجشنبې په ورځ ازادۍ رادیو ته وویل، چې دوې د حکومت د نورو ارګانونو سره په ګډه هڅه کوي، چې د دې لاسوهنو، مرستو او ګواښونو مخه ونیسي:

«داسې شواهد په لاس کې نه شته چې ای، اس، ای، دې په مستقیمه توګه د کوکنارو په کرلو کې لاس ولري، خو نړېواله مافیا ډیره فعاله ده او د هېواد بزګر هڅوي چې له کوکنارو لاس په سر نه شي، ان په ځینو سیمو کې بزګرو ته ویل شوي چې که چا کوکنارو ونه کرل له څلویښتو زرو څخه به تر یولکو افغانیو پورې جریمه شي، بیا هم موږ د کورنیو چارو له وزارت سره په ګډه د ستونزې حل ته تدابیر نیولي دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې ویل کېږي سږ کال د هلمند په ولایت کې د کوکنارو کښت د تیرو کلونو په نسبت زیات شوی دی.

د دې ولایت د امنیت امر او د کوکنارو د اړولو د کمپاین مسئول کمال الدین شیرزی وایې چې د پاکستان د ای اس ای اداره هڅه کوي چې د دې ولایت بزګر د کوکنارو کښت ته تشویق او ان مجبور کړي:

«ای، اس، ای، ډیره هڅه کوي بزګر مجبور کړي چې کوکنار وکري، د دې لارې د مخالفینو مالي لیکي قوي کېږي.»

د مخدرو موادو سره د مبارزې وزارت وایي، د کورنیو چارو له وزارت سره یې په ګډه په سیمه کې د کوکنارو اړولو ته تدابیر نیولي دي او په راتلونکې میاشت کې به د سیمي ډیر کروندې له کوکنارو پاکې شي.

سره له دې چې حکومتي مربوط چارواکي په دې هکله د تدابیرو خبرې کوي خو ویل کېږي، چې په وروستیو دوه درې کلونو کې د کوکنارو پر ضد مبارزه له ستونزو سره مخ شوې او هغه نتیجه چې ترې تمه کېده په لاس رانغله.

د ملګرو ملتو وروستی راپور وایي افغانستان اوس هم هغه هېواد دی چې د نړۍ له نورو هېوادو په کې د کوکنارو تولید زیات دی.

د مخدرو موادو پر ضد د مبارزې وزارت له نړېوالې ټولنې هیله کوي، چې په دې مبارزه کې ورسره، په شوېو مرستو سربیره نورې مرستې هم وکړي.

خان محمدسیند، کابل
XS
SM
MD
LG