د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۳۴

د ازادي رادیو د لسمې کالیزې په درشل کې

لس کاله مخکې افغانستان ته د نړیوالې ټولنې له رارسېدو سره سم آزادي راډیو وزېږېده. په داسې یو حالت کې چې په هېواد کې تقریباً هېڅ راز خپلواکه رسنۍ نه وه، آزادي راډیو د رښتینو متوازنو او بې پرې، معلوماتو د برابرولو لپار رامیدان ته شوه څو افغانان په حقیقت پوه شي، په خپله قضاوت وکړي او د آزادۍ راډیو د څپو له لارې د خپلو نویو هیلو ازانگې واوري.

په تېرو لسو کلونو کې د رسنیو د یوه لارښود په توگه آزادي راډیو په هېواد کې د آزادو مطبوعاتو او د خلاقیت او نوښت په یوه سېمبول بدله شوه.

په تېرو لسو کلونو کې آزادي راډیو د غم او خوښیو په شېبو کې له تاسو سره وه او په تیارو شپو کې یې ستاسو لپاره د ښه انتخاب لاره روښانه وساتله.

د آزادۍ راډیو ژمن او مسلکي ژورنالیستان به په راروانو کلونو کې هم د آزادو او خپلواکو مطبوعاتو مشعل روښانه وساتي. آزادي راډیو به مو بیاهم باخبره وساتي، رښتیا به درته ووايي او مرسته به درسره وکړي چې په خپله ځان ته یوه روښانه راتلونکې جوړه کړئ!

اوس چې آزادي راډیو خپله لس کلني نمانځي تاسو له موږ سره شئ.

که غواړئ چې خبر واوسئ، آزادي راډیو واورئ!

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:31 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG