د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۴

"فرانسه به د طالبانو له وحشته ونه بیریږي"


د فرانسې ولسمشر نیکولاس سارکوزي
د فرانسې ولسمشر نیکولاس سارکوزي
د فرانسې ولسمشر نیکولاس سارکوزي د هغو څلورو فرانسوي عسکرو، چې تیره اونۍ په افغانستان کی وژل شوي، د یاد په مراسمو کې وویل، چې فرانسه به د طالبانو له وحشته ونه بیریږي.

سارکوزي دا څرګندونې وروسته له هغې کوي چې پنځه ورځې مخکې له رامنځته شوې پیښې سمدستي وروسته یې ویلي و، چې له افغانستانه به د فرانسوي عسکرو ایستل ګړندي کړي.

سارکوزی د وژل شوېوعسکرو کورنیو او د هغو ملګرو ته د خواخوږی مراتبو د وړاندې کولو ترڅنګ وویل، چې موږ به له دغه وحشته ونه بیریږو، بیره زموږ د پوځي ترمینالوژي یوه برخه نه ده او زیاته یې کړه چې د فرانسې ځواکونو چې له هېواده بهر ماموریت یې منلی، په مخکې پراته خطرونو درک کړی دي.

د تیرې جمعې په ورځ یوه افغان عسکر په کاپیساکې چیرې چې فرانسوي عسکر دیره دي، په ډزو سره څلورعسکر ووژل او یوشمیر نوریې ټپیان کړل.

سارکوزي اوافغان ولسمشر حامد کرزی به سباته په پاریس کې د افغانستان د حالاتو په اړه خبرې وکړي.
XS
SM
MD
LG