د ولسي جرګې د اداري پلاوي د ټاکلو په انتخاباتو کې د دې جرګې غړي په دوهمه ورځ بیا هم ونه توانېده، چې دوهم مرستیال انتخاب کړي.
د ولسي جرګې د دوهم مرستیال د چوکۍ لپاره ډاکتر جعفر مهدوي او احمد بهزاد ځانونه انتخاب کړي وه، چې دواړه په دریم ځال انتخاباتو کې ونه توانېدل چې 50 +1 رايي خپلې کړي.
د ولسې جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي د سې شنبې په ورځ د دې جرګې د اداري پلاوي د ټاکلو له انتخاباتو وروسته وویل، چې د ولسي جرګې د دوهم مرستیال د ټاکلو لپاره به د چهارشنبې په ورځ انتخابات وشي:
“له بده مرغه د ولسي جرګې د دوهم مرستیال د چوکۍ لپاره کاندیدان ونه توانېدل، چې 50+1 رایه واخلي، په دې اساس که تاسو وکېل صاحبان موافق یاست سبا به د دویم مرستیال د ټاکلو لپاره انتخابات وکړو.”
د ولسي جرګې د منشي څوکۍ ته عبدالستار خواصي او زهیر سعادت ولاړ وه، چې په دریم ځل انتخاباتو کې 204 کسان حاضر وه او 50+1 رايي 103 کېدلې، چې ښاغلي خواصي د 108 رايو په ګټلو سره دغه څوکۍ وګټله او سیال یې یوازې 54 رايي خپلې کړې.
همدارنګه د منشي د مرستیالۍ لپاره فرهاد عظمي او قیس حسن ولاړ وه، چې په دوهم ځل انتخاباتو کې یې 217 کسان حاضر وه او 50+1 رايي یې 109 رایي کېدلې، چې ښاغلي عظمي د 114 رایو په ګټلو سره دغه څوکۍ خپله کړه.
د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي د یادو دوو کسانو د انتخاباتو پایلي داسي اعلان کړې:
“محترم عبدالستار خواصي د 108 رایو په ګټلو سره د منشي په توګه انتخاب شو او محترم فرهاد عظیمي د 114 رایو په ګټلو سره د منشي مرستیالي وګټله دواړو ته مبارکې وایم.
له ښاغلي خواصي صاحب څخه غواړم، چې د ولسي جرګې د منشي په توګه له همدې شېبې خپله دنده پیل کړي، او همدارنګه له ښاغلي عظیمي صاحب څخه دواړه به خپلو دفترونو ته ور وپیژنو.”
د افغانستان د ملي شورا د 16 دورې دوهم کاري کال د شنبې په ورځ پیل شو، چې د اداري پلاوي لپاره یې انتخابات د دوشنبې په ورځ پیل شوه.
د قانون له مخي د ولسي جرګې رئیس د پنځو کلونو لپاره او د اداري پلاوي پاته غړي د یوه کال لپاره د ازادو انتخاباتو له لارې انتخابیږي.
د ولسې جرګې غړي وایي، چې د اداري پلاوي له انتخاباتو وروسته به د 1391 لمریز کال پر بودیجه بحث وکړي او د کابینې پاته غړو ته به د باور رايه ورکول د دوی د کارونو لومړیتوب وي.
ولسمشر کرزي د ملي شورا د دوهم کاري کال د پرانیستلو په غونډه کې ژمنه وکړه چې د کابینې پاته وزیران به ژر ور وپیژني.
معصوم میوند- کابل