د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۹

"که طالبان بیا واک ته ورسیدل، نو ښايي حقونه مو تر پښو لاندې شي"


ډیر شمېر افغان میرمنې له دې اندیښمنې دي چې که طالبانو بیا واک تر لاسه کړ، نو ښایې یو ځل بیا به په ټولنیزې او سیاسي برخې کې د دوي حقونه تر پښو لاندې شي.

خو یو شمېر نورې بیا سره له دې اندیښو په دې اند دی چې افغان میرمنې اوس دومره پوهه لري، چې د خپلو حقونو څخه دفاع وکړي او ان دا وایي چې دوي کولاې شي چې د سولې په پروسه کې فعاله ونډه ولري.

لکه د ولسي جرګې د غړې میرمن فوزیه کوفي په شان له افغانستان څخه د باندې له طالبانو سره د امریکایانو د خبرو په باب ډیرې افغان میرمنې سختې اندیښنې لري.

دوې له دې ویره لري هسي نه وې چې د تیرو لسو کلونو په موده کې په ډیرې سختې د دوې لاسه ورغلي حقونه تر پښو لاندې نه شي.

میرمن کوفي له ازادۍ راډیو سره په یوې تیلیفوني مرکې کې وویل، د دې خبرو اترو سري طبیعت په جګړه ځپلې افغانستان کې د سولې د راوستو لپاره د شفافیت په ارتباط د خبرو اترو په اړه اندیښنې راپارولي دي.

میرمن کوفي وايي، لومړی دا چې دې پروسې کې شفافیت نشته، بله دا چې په دې پروسه کې ټول ګډون نه لري، ځکه د افغانستان حکومت او نور غیر حکومتي بنسټونه، مدني، د بشري حقونو او ښځو سازمانونه د سولې په پروسه کې شامل نه دي، موږ له حالاتو بې خبره یو.


طالبانو چې د نولس سوه شپږ نویم تر دوه زره لومړي میلادي کلونو ښځې له درس ویلو او له کوره بهر له کار کولو منع کړي وې، په دې وروستو کې د واشنګټن په ملاتړ له خبرو اترو ملاتړ وکړ، خو طالبانو په دې وروستیو کې د یوه بیان په خپرولو سره خپل موقف روښانه کړ، چې له افغان حکومت سره به خبرې ونه کړي.


میرمن کوفي په دې اند ده، چې له افغان حکومت سره چې د دې په وینا د تیرو لسو کلونو په موده کې یې د تعلیم او کار زمینه برابره کړي د سولې په خبرو کې د طالبانو بې میلي دا مسله څرګندوي چې د ښځو په وړاندې د دوې موقف هماغه د پخوا په شان دی.

داسې ښکاري چې طالبان د ښځو مدني ارزښتونو لکه د تعلیم او په سیاسي او ټولنیزو برخو کې د دوي ونډې اخیستو ته زیاته پاملرنه نه کوي. دا یوه اندیښنه نه بلکه یو واقعیت دی.

طالبانو د خپل پخواني دریځ په څیر لکه د اسلامي امارت په جوړولو ټینګار کړې، دا چې د ښځو په وړاندې د طالبانو موقف هماغه پخوانی موقف دی او که بدلون یې په کې راوستی لا روښانه نه ده.

خو ښایې د طالبانو د رژیم په وخت کې له ښځو سره د هغوي د چلند یادونه لا هم د ښځو په یاد دی او دوي یې اندیښمنې کړې دي.

تهمینه چې په کابل کې د نجونو د یوه ښوونځې ښوونکې ده د میرمن فوزیې کوفي په شان اندیښه لري، چې ښایې د طالبانو له راګرځیدو سره به بیا د پخوا په شان په کور کیني.

د طالبانو غوښتنه هماغه پخواني غوښتنه ده، که هغوې په کابل او یا نورو ولایتونو لاس بري شي نو ښځې به ونه شي کړای چې ښوونځې یا کار ته ولاړې شي، موږ اندیښنه لرو چې ښځې به یو ځلې بیا په کور کیني.

خو میرمن کوفي وايي، نور نو هغه ورځې تللی دي، هغه په دې اند ده چې ښځې نورې په یوویشتمي پیړې کې هغو کلونو ته د ورګرځیدو زغم نه لري.


که تاسو د یوې ټولنې په سلو کې پنځه پنځوس غړي د ژوند په بېلابېلو برخو کې له ګډونه محرم کړي، نو په حقیقت کې مو ټولنیز ژوند نیمه فعال کړي.

زه په دې اند یم، نشي کېدای چې پر افغان ښځو یو حکومت تحمیل شي ځکه اوس د دوي پوهه لوړه شوي، هغوي د خپلو حقونو په اړه پوهیږي او کولای شي چې په بېلابېلو برخو کې خپل غږ اوچت کړي او د خپلو هدفونو د لاسته راوړلو لپاره هلې ځلې وکړي.

زحل چې د کابل پوهنتون یوه محصله ده له میرمن کوفي سره ورته نظر لري هغې له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، چې دې هدف ته رسیدل له طالبانو سره سوله ایزو خبرو ته اړتیا لري خو د هغې په وینا طالبان باید د ښځو حقونو ته درناوې وکړي.

که چیرته سوله ونشي نو بیا به هم په زرګونو بې ګناه خلک وژل کیږي، خو طالبان باید د افغانستان اساسي قانون او د ښځو حقونو ته درناوې وکړي، دوې باید له القاعده سره خپلې اړیکې پرې کړي او د افغانستان په بیا رغونه کې برخه واخلي.

یو شمېر کتونکي په دې باور دی، چې د طالبانو د حاکمیت په وخت کې له ښځو سره دوې سختې ډک چلند په یو ډول په نړېواله سطح د طالبانو په انزا یا لیرې پاتې کېدو کې ونډه لرله.

د کتونکو په وینا اوس چې طالبان له امریکایانو سره اړیکې نیسي نشي کولای چې په افغانستان کې د ښځو ونډه له نظره وغورځوي.


طالبان نشي کولای چې وخت بیرته وګرځوي او بې له شکه مجبور به وي چې ځیني مسایل لکه ښځو ته درناوی او د هغوي درس او تعلیم ومني.

البته په یو څه محدود چوکاټ کې یعنې د اسلامي حجاب مراعات چې هر کله ورباندې ټینګار کوي او که چیرته موږ په دې فکر کې و اوسو لکه اوس چې افغان نجوني بی له محرم څخه له هېواده بهر د سپورتي سیالیو لپاره ځې او د مسابقو له جریان څخه فلم اخیستل کیږي، نو فکر نه کوم چې طالبان داسې یو شی ومني.

سیاسي کتونکي وايي، د کرزي د لس کلن حکومت په موده کې د لاسته راوړنو د ساتلو په اړه په واشنګټن کې نظرونه یو ډول نه دي.

یو شمېر پوځیان وايي، په دوه زره لومړي میلادی کال کې پر افغانستان د امریکا د حملې هدف له ښځو سره د طالبانو له سختې ډک چلند سره مقابله نه وه بلکه دوې د اسامه بن لادن د وژلو په نیت پر افغانستان حمله کړې وه.

خو د یو شمېر نورو لوړ رتبه امریکایې مقاماتو څرګندونې افغان ښځو ته هیله بخښونکې دی.

د مثال په توګه د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې میرمن هیلیري کلنتن تیر کال په پراګ کې له ازادۍ راډیو سره په ځانکړې مرکې کې ویلي وو، چې واشنګټن په افغانستان کې د ښځو د حقونو څخه په کلکه ملاتړ کوي:

(د افغان ښځو، وقار، ښکلا او ژمنتیا مې ډیر خوښ شوي دي، باید دوې ته د کورنې د نارینه وو له خوا درناوې وشي هغوي د دې وړ دي چې حکومت ورته داسې فرصتونه برابر کړي چې حقونو ته یې درناوی وشي او دوې د دې وړ دي چې خپل ژوند کې خپله فیصله وکړي او خپله یې وټاکي.)


افغان ښځې مطمینی ښکاري چې دوې به وکړای شي چې د سولې د راوستو په پروسې کې مثبت او فعال نقش ولوبوي.

میرمن کوفي وايي، ښځې کولای شي ذهنیتوونو ته د بدلون له لارې په دې پروسې کې مهمه ونډه ولري:

(زه مطمینه یم چې د یوه طالب مور خور او میرمن نه غواړي چې زوی، ورور او یا یي اولاد په جګړه کې ووژل شي.

نو موږ د افغان میندو پیغام رسو، افغان ښځې په هیڅ ډول ویني تویولو، جګړې او ورانې کې لاس نه درلود نو هغوي کولای شي چې د سولې پیغام راوړونکې وې. دوې کولای شي چې له طالبانو او نورو وسله والو ډلو وغواړي چې له جګړو لاس واخلي په تیره اوس مهال چې د جګړې وخت نه دي فکر کوم د دې وخت را رسیدلی چې موږ د خبرو اترو له لارې بریالي شو.)
XS
SM
MD
LG