د بلخ، بامیانو او هرات په ولایتونو کې به د عدلي او قضایي چارو د ظرفیتونو د لوړولو پروګرام د جاپان په مالي مرسته په درې کلونو کې ترسره شي.
په افغانستان کې د جاپان د سفارت شاژدافیر« سیجي اوکادا» د عدلي له وزارت سره ژمنه وکړه، چې له دې پروګرام سره به د نهو میلیونو امریکایي ډالرو مالي مرسته وکړي.
د مرستې تړون سې شبنې په ورځ په کابل کې د سیجي اوکادا او د عدلي د وزارت د مرستیال سیدیوسف حلیم ترمنځ لاسلیک شو.
سیجي اوکادا د تړون د لاسلیک کېدو پرمهال وویل:
«دا چې اوس مو د دې پروګرام لپاره دا درې ولایتونو ټاکلي، درې دلیله لري.
یو دا چې غواړو د مسئولیتو د انتقال له بهیر سره خپلې مرستې هم اهنګي کړو.
بله دا چې د انتقال لومړې مرحله له همدې ولایتونو پیل شوې وه او بله دا چې، موږ هیله مند یو د دې سیمي خلک د انتقال له بهیر سره یو ځای مرستې هم وویني، موږ به په دې لاره کې د خپلو مرستو لړۍ نورو ولایتونو ته هم وغځوو.»
د بلخ، بامیانو او هرات په ولایتونو دعدلي او قضایي چارو د کادرونو د روزلو پروګرام د ملګرو ملتو د مخدرو موادو پر ضد د مبارزې د دفتر له خوا پرمخ وړل کیږي.
د دې دفتر مرستیالې« اشیتا میتل» ژمنه وکړه چې دا پروګرام به په شفافه توګه پلي کړي.
د عدلي د وزارت مرستیال سیدیوسف حلیم وویل، په دې پروګرام کې ډیره هڅه شوې چې د مخدرو موادو سره د مبارزې په برخه کې د عدلي او قضایي کارکوونکو ظرفیتونه لوړ کړاي شي:
« نن د نهو میلیونو ډالرو په ارزښت له عدلي او قضایي ارګانونو سره د جاپان د مرستې یوه موافقت نامه وشوه.
د« یو، این، او، ډي، سي» موسسه به یي د بلخ، بامیانو او هرات په ولایتونو کې ولګوي.
په دې مرستو به په درې واړو ولایتونو کې د یاد ارګانونو زیر بناوې جوړې او د روزنیزو پروګرامونو له لارې به د مسلکي کارکوونکو ظرفیتونه لوړ کړای شي. »
سره له دې چې دولت او بهرني موسسې هڅه کوي، چې د هېواد د عدلي او قضایي چارو د کار کوونکو ظرفیتونه لوړ او چارې یې په پرمختللي سیستم واړوي خو له دې سره سره شکایتونه شته چې په دې ارګانونو کې دوسیي په وخت نه اجرا کیږي.
دا شکایتونه هم اوریدل کیږي، چې د مخدرو موادو لوی قاچاق کوونکی ازاد ګرځي او د ټیټي سطحې مزدوران یي نیول کیږي.
کله کله د هېواد محاکم دا هم وایي، چې د مخدرو موادو په قاچاق کوونکو کې ځیني لوړ پوړي دولتي چارواکي هم شته خو هیڅکله یي د هغوي نومونه افشا نه کړل.
خو عدلي او قضایي ارګانونه وایي، په دې برخه کې د دوي اقدامات په منظمه توګه جاري دي او مجرم به له جزا ونه ژغورل شي.
خان محمدسیند، کابل