د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۴۳

امریکا وایي، طالبان باید په ډاګه کړي چې سوله غواړي

امریکایي چارواکو په وار وار دا خبره کړې، چې د افغانستان د سولې د عملیې مشري باید افغانان وکړې او د ولسمشر اوباما اداره او نړېواله ټولنه په دغه جنګ ځپلې هېواد کې د سولې او ثبات د ټينګښت په مقصد هر ډول همکارۍ ته تیار دي.

طالبانو او امریکایي چارواکو څو ځلي د سولې او سیاسي حل لپاره خبرې کړې خو طالبانو تر اوسه په رسمې ډول ندي ویلي چې دوي به د افغانستان اساسي قانون مني او له جګړو څخه به لاس اخلي.

په افغانستان کې د امریکایي او ناتو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان ایلن څو ورځې وړاندي وویل، د طالبانو مشر ملا عمر په خپلو وسله والو پوره کنترول نه لري او وسله والو د بي ګناه ملکې افغانانو وژل ندي بند کړې.

امریکایي او افغان چارواکې له وسله والو سره په خبرو او په افغانستان کې د سولې د ټينګښت په کار کې د پاکستان همکاري او ونډه مهمه او جدي بولې، خو اسلام اباد له دغې ونډې څخه ځان تېروي.

پاکستان ، دناتو په هوایي حملې کې د خپلو ۲۴ عسکرو وژل پلمه کړې او له متحده ایالاتو سره د افغانستان د سولې په عملیې کې همکارۍ ته لیوالتیا نه ښیې.

څو ورځي وړاندي افغانستان او پاکستان ته د امریکا خاص استازي مارک ګروسمان سیمې ته دسفر پر مهال غوښتل چې پاکستان ته لاړ شي، خو اسلام آباد د هغه غوښتنه ونه منله او نوموړی هند او وروسته کابل ته لاړ.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ویکتوریا نیولاند د دوشنبې په ورځ له طالبانو سره د سولې د خبرو او په قطر کې هغوي ته د دفترد پرانستلو په اړه وویل:

“یو شی چې موږ یي هیله من یو، هغه دا دی چې طالبان باید د دفتر له پرانیستلو مخکې په پوره قوت شخړې وغندي او دا باید په ډاګه او څرګنده کړې چې دوي سوله غواړي”.

د سولې او ثبات د ټینګښت په مخکې ستونزې زیاتې دي او د دغو ستونزو د حل لپاره د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازی مارک ګروسمان د قطر مرکز دوحه ته تللی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې نیولاند قطر ته د ګروسان د سفر په اړه وویل:

“افغانستان او متحده ایالات دواړه غواړي چې د سولې عملیه پرمخ لاړه شي. زیات کار لا په مخکې پروت دی. مارک ګروسمان دا مهال په دوحه کې دی او طالبانو ته د دفتر د پرانستلو په اړه خبرې کوې. مونږ هم په ډاګه کړې چې افغانان او قطریان باید په مستقیم ډول یو له بل سره خبرې وکړې”.

طالبانو د خبرو په لومړي سر کې له امریکایانو څخه د خپلو مهمو بندیانو د خوشې کولو غوښتنه کړې وه.

افغان حکومت هڅه کوي چې په افغانستان کې ټول سیاسي بندیان په خپل واک کې کړې او د سولې په خبرو کې دوي هم قوي دریځ ولري.
XS
SM
MD
LG