د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۰

ناټود افغان او بهرنیو ځواکونو ترمنځ د شخړو هره پیښه څیړي


د ناټو په مشرۍ ایساف ځواکونه غواړي، چې د افغان او بهرنیو ځواکونو ترمنځ د شخړو هره پیښه په جلا او دقیق ډول وڅیړي، څو د هغو ترشا پراته لاملونه څرګند کړي.

د ایساف له خوا دا تحقیقات په داسې حال کې کیږي، چې د تیرې جمعې په ورځ د کاپیسا په تګاب ولسوالۍ کې د ملي اردو یو سرتیري څلور فرانسویان ووژل او شپاړس نور یې ټپیان کړل.

په کابل کې د دغو ځواکونو یو ویاند جنرال کرسټن جکبوسن د سې شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، د دوي د معلوماتو له مخې هره پیښه جلا جلا لاملونه لري، باید څرګند شي.

د جنرال جکبوسن په وینا د اوس لپاره دوي دا نشي تاییدولې، چې د دې پیښو اساسي لامل دې د افغان ځواکونو په لیکو کې د وسله والو مخالفینو نفوذ وي:

(د افغان ځواکونو په لیکو کې د وسله والو مخالفینو د سیسټماټیک نفوذ په اړه هیڅ ډول نښې نښانې نشته، په حقیقت کې دا هغه څه دي، چې موږ هره ورځ په دقیقه توګه څارو.

تر کومه ځایه، چې موږ په ماضي کې د داسې پیښو په اړه تحقیقات کړي، تل یې لاملونه جلا وو.

اوس لا ډیر وختي دې، چې په دغو وژنو کې او په ځانګړې توګه په دغه وروستۍ پیښه کې د طالبانو د ښکیلتیا په اړه څه وویلې شي. )

جنرال جکبوسن که څه هم د ملي اردو او پولیسو د جلب او جذب بهیر موثر وباله او ویي ویل، چې په موجوده وخت کې دا بهیر اته پړاوونه لري، خو د ده په وینا بیا هم د دغه بهیردلا موثره کولو اړتیا ده.

دا، چې ایساف به د دې پیښو ترشا کوم لاملونه بیا مومي اوس لا څرګنده نه ده، خو د افغانستان د دفاع وزارت بیا ویلي، چې د اکثره دغو پیښو ترشا، چې دوی څیړلي دي، رواني ناروغۍ او شخصي خسومتونه موجود وو.

خو کتونکي بیا دا باور څرګندوي، چې دا پیښې تر ډیره د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې د وسله والو مخالفینو نفوذ ښیۍ.

جنرال عتیق اله امرد کاپیسا له پیښې وروسته ازادۍ راډیو ته په خپلو خبرو کې وویل، چې وسله وال مخالفین غواړي په دا ډول حملو سره د سولې په بهیر کې زیات امتیازات ترلاسه کړي:

(په هلمند کې هم داسې پیښه شوې وه په نورو سیمو کې هم همداسې پیښه شوې نو خامخا دښمن په کراره نه ده او د ملي اردو په لیکو کې ځانته نفوس پیداکړي.)

تر دې مخکې د افغان د ملي امنیت ادارې هم خبردارې ورکړې وو، چې وسله وال مخالفین زیاته هڅه کوي، چې د افغان ځواکونو په لیکو کې نفوذ وکړي.

د دې ادارې چارواکو دا انتقاد هم کاوه، چې د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو کې له دوی سره په دې اړه همکاري نه کیږي.

په کابل کې د سردار محمد داؤد خان په روغتون کې شوې حمله، تیر کال د کابل په نړیوال هوایی ډګر کې له بهرنیو ځواکونو سره د ډزو تبادله هغه پیښې وې، چې د کتونکو په وینا د ملي اردو په یونیفورم کې سرتیره شوي.
XS
SM
MD
LG