د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۸

د لوګر په ازره او خروار کې خلک له زیاتو ستونزو سره مخ دي


ازره او خروار د لوګر دوه لیرې پرتې اوغرنۍ ولسوالۍ دي چې یو شمېر اوسیدونکي یې هر کال په ژمي کې له ناروغیو او نورو راز راز ستونزو او ناخوالو سره مخامخ کیږي.

د دې ولسوالیو اوسیدونکي وایې، چې په ازره او خروار کې کابو اتیا سانتي واوره وریدلې هوا ډیره یخه ده او ډیر شمېر کسان په ځانګړي توګه ښځې او ماشومان په زکام او سینه او بغل اخته شوي دي.

د ازرې او خروار ولسوالیو دوو تنو اوسیدونکو د سې شنبې په ورځ د ټیلیفون له لارې ازادۍ راډیو ته وویل، چې په روغتیایي کلینیکونو کې درمل کم دي او دغه راز د خوراکي او سون موادو له کبله هم ډیرې ستونزې لري.

دوي څرګنده کړه، چې په دې ولسوالیو کې د خوراکي او سون موادو بیې لوړې شوي او ازرې او خروار ولسوالیو ته له پل علم څخه غزیدلې لارې هم د ډیرې واورې د وریدو له امله بندې شوي دي.

په عین حال کې د لوګر والي جنرال عتیق الله لودین وایي، چې دا دواړه لرې پرتې ولسوالۍ یو څه ستونزې لري خو ده د سې شنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې دواړو ولسوالیو ته له مخکې نه کافی درمل لیږل شوي او کوښښ کیږي چې خوراکي مواد هم د هوا له لارې ور واستول شي.

د لوګر د عامې روغتیا د رییس ډاکټر ظریف نایب خیل په خبره درې روغتیایی کلینکونه په ازره او درې په خروار ولسوالۍ کې فعاله دي او دوي په منظم ډول په دې کلینیکونو کې له خپلو روغتیایي کارکوونکو سره اړیکې لري او له حالاتو ځانونه خبروي.

د لوګر د ولایتي شورا رییس ډاکټرعبدالولي وکیل څرګنده کړه، چې له واورو څخه د ازرې او خروار ولسوالیو د مواصلاتي لارو د پاکولو لپاره کارونه روان دي او دغه راز دوي د کرنې او مالدارۍ له وزارت او ځینو نورو ارګانونو سره په خبرو بوخت دي ترڅو په عاجله توګه ازرې او خروار ولسوالیو ته خوراکي مواد ولیږل شي.

د لوګر سیمه ایز چارواکي ډاډ څرګندوي، چې په پل علم کې میشتو بهرنیو ځواکونو هم له دوي سره ژمنه کړې چې په خروار او ازرې ولسوالیو کې د کومې جدې پیښې په صورت کې دوي هر ډول مرستې او همکارۍ ته چمتو دي.
XS
SM
MD
LG