د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۸

ایا د ناټو غړي هېوادونه به له ۲۰۱۴نه وروسته له افغانستان سره مرستې وکړي


په ناټو کې د امريکا سفير وايي، چې په شيکاګو کې به د ناټو مشران په افغانستان کې د ناټو پر ستراتيژۍ، لګښتونو او ظرفيتونو خبرې وکړي.

ټاکل شوې ده، چې د ناټو سرمشريزه د مې د مياشتې په وروستيو کې جوړه شي او د افغانستان پر حالاتو او انکشافاتو ځانګړي تمرکز وکړي.

د افغان چارواکو په وينا په دې کنفرانس کې به په ځانګړي ډول د بون د دوهم کنفرانس پر پرېکړو او له افغانستان څخه د نړېوالو ځواکونو له وتلو وروسته د مالي او پوځي مرستو پر دوام بحثونه وشي.

د ناټو غړي هېوادونه په هرو دوو کلونو کې يو ځل د نړۍ د مهمو مسايلو په اړه غونډه کوي چې په ډېرو مهمو موضوعاتو بحثونه په کې کېږي.

د ناټو غړو هېوادونو ويلي، د دوي د راتلونكې غونډې، چې د روان ۲۰۱۲ كال د مۍ مياشتې په۲۱ او ۲۲ نېټو به په شيكاګو كې جوړه شي د بحث مهمه موضوع له افغانستان سره د دوي تل پاتې همكاري او د افغانستان د راتلونكې جوړول وي.

ياد تړون چې د ناټو غړي هېوادونه په كې ونډه لري په هرو دوو کلونو کې ( جفتو كلونو) كې يو ځل د نړۍ د مهمو مسايلو په اړه غونډه کوي چې په مهمو نړېوالو موضوعاتو په کې خبرې اترې کېږي.

د ناټو دغه غونډه به د امريكا د ولسمشر بارك اوباما په کوربه توب په دې هېواد كې جوړه شي.

ولسمشر کرزي د بون په دوهم کنفرانس کې له نړيوالې ټولنې غوښتنه کړې وه چې له افغانستان سره لس کاله نور هم مرستو ته دوام ورکړي څو هغه برياوې خوندي شي چې په تېرو لسو کلونو کې د افغانستان په برخه شوې دي.

افغان ولسمشر ژمنه وکړه چې افغانستان به د فساد پرضد جدي او اغېزمنه مبارزه وکړي او د افغانستان په ملکي ادارو کې به نور اصلاحات راولي، د قانون حاکميت به ټينګ کړي او د ټاکنو په بهير کې به شفافيت رامنځته کړي.
XS
SM
MD
LG