د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۶

څېړونکې: افغان حکومت د دریځ بدلولو ته اړ وو


یو شمېر افغان سیاسي څېړونکې په دې باور دي، چې افغان حکومت له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره مجبور وو، چې په خپل دریځ کې بدلون راولي.

دوې په قطر کې د طالبانو لپاره د سیاسي دفتر د خلاصولو او له ګونتانانو څخه یې د بندیانو د لیږلو په اړه د افغان حکومت پخواني مخالفت او د دریځ اوسني بدلون ته په کتلو وايي، چې پر افغان حکومت د واشنګټن فشار دی.

د دغو څېړونکو له ډلې احمد سعیدي ازادۍ راډیو ته وویل، چې افغان حکومت په دې پوه شوی، چې له مخالفت سره سره به یې امریکا هغه څه وکړي، چې غواړي یې:

(زما باور داده چې افغانستان دولت پوه شو چې وغواړو یا ونه غواړو دا دفتر به پرانیستل کیږي ، د ګوانتانامو زندانیان به خوشې کیږي دا مذاکره له پخوانه دوام لري.)

د افغان حکومت د دریځ د بدلون په اړه دا څرګندونې وروسته له هغه کیږي، چې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال جاوید لودین دا په ډاګه کړه، چې له ګوانتانامو څخه قطر ته د طالب بندیانو د لیږد له بهیره ملاتړ کوي.

ښاغلي لودین د یکشنبې په ورځ دا څرګندوني د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي مارک ګراسمن سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وکړې.

خو ښاغلي ګراسمن وویل، چې د امریکا حکومت لا له ګوانتانامو څخه د طالب بندیانو د خوشي کولو او قطر ته د هغوی د لیږلو پرېکړه نه ده کړې.

د حقوقي چارو کتونکی ودیر صافي بیا وایي، چې افغان حکومت له دې بیري، چې امریکا له طالبانو سره کومه پټه معامله ونکړي خپل دریځ بدل کړی:

(دا یو کمزوری دولت دی افغان حکومت بله چاره نه لري دننه هم مخالفین لري نوځکه دوي دا شرطونه منلي.)

تر دې مخکې افغان حکومت په قطر کې طالبانو ته د سیاسي دفتر له پرانیستلو او له ګوانتانامو څخه قطر ته د طالب بندیانو له لیږد سره خپل مخالفت څرګند کړی وو.

خو وروسته یې بیا سره له دې، چې په قطر کې طالبانو ته د سیاسي دفتر له پرانستلو سره خپل مخالفت پای ته ورساوه، خو د ګوانتانامو د بندیانو په اړه یې پر خپل دریځ ټینګار کاوه.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG