میلیونونه اسیایان په اورلوبو، دودیزو جشنونو او له خپلو کورنیو سره په یوځای کېدو سره د نوي کال پیل چې د ښامار په نوم یاد شوی لمانځي.
نوی قمري کال چې نن یې لومړی ورځ ده، په اسیا کې د ډېرو خلکو لپاره یو مهم جشن دی.
د چين د حیواناتو په دوولس کلن کلیز کې ښامار تر ټولو محبوب او د خلکو د درناوي وړحیوان بلل کیږي.