د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۴۳

"له افغانستان سره د همکاریو د موافقه لیک مسوده تقريباً بشپړه شوې"

په کابل کې د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی وايي، چې راتلونکې میلادي میاشت به له افغان حکومت سره د اوږد مهالو اړیکو پر سر خبرې پیل کړي.

ویګاداس اوساکاس وویل، چې د اوږدمهالو همکاریو د موافقه لیک مسوده یې نږدې بشپړه کړې ده چې په ګډو ارزښتونو او دوه اړخیزو حقونو او ژمنو ولاړه ده.

ښاغلي اوساکاس، چې د دوشنبې په ورځ یي د علومو د اکاډمۍ یو سمینار ته وینا کوله وویل، چې دغه شاوخوا څلویښت مخیز موافقه لیک د همکارۍ بېلابېلې برخې رانغاړي:

(دا به د شاوخوا څلویښتو مخونو سند وي، چې اتیا مادې به ولري، چې ځینې مسایل به رانغاړي. لکه د بشرحقونه، سوداګرۍ، پانګونه، چاپیریال ساتنه او ډیرې نورې مسئلې.)

ښاغلي اوساکاس دا هم وویل، چې د دې تړون له مخې اروپایي ټولنه به له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته هم د افغانستان ملګرې وي.

نوموړي وویل، چې په دې موافقه لیک کې له افغان دولت نه هم یو لړ مشخصې غوښتنې مطرح شوي دي:

(موږ به په دې اړه مذاکرات ولرو، چې باید مشخصو نورمونو او تعهداتو ته درناوی ولرو، لکه په ټولنه کې د ښځو حقونو ته درناوی. بل دا چې د دې ډاډمنول چې د اروپايي ټولنې له کمپنیو او سوداګریزو ادارو سره به هغه رنګ چلند کیږي چې له نورو ټولو سره کیږي.

د دې ډاډمنول چې تاسو به داسې ادارې ولرئ چې د افغانستان تولید له د خوراکي موادو له خونديتوب نه برخمن کوي، تر څو موږ وتوانیږو چې د اروپا بازارونو ته یې صادر کړو او ډیر نور مسایل هم شته. )

اروپايي ټولنه په بېلابېلو برخو له افغان دولت سره مرسته او همکاري کوي.


په کابل کې د دې ټولنې استازي وویل، چې دا مهال اروپايي ټولنه د افغانستان د عدلي او قضايي سیستم د اصلاح لپاره ۲۰ ملیونه یورو مرستې ته ژمنه ده، سربیره پردې د اورګاډي د لارو له جوړولو سره به هم مالي مرسته وکړي.

اروپایي ټولنې همداراز ژمنه کړې چې د افغان پولیسو د روزنې روان ماموریت به یې هم د ۲۰۱۴ کال تر پایه دوام وکړي.

له اروپايي ټولنې سربیره افغان دولت په پام کې لري چې له ایټالیا، فرانسې او انګلستان سره راتلونکې اونۍ د اودې مودې د همکاریو سندونه لاسلیک کړي.

د امریکا د متحده ایالاتو په ګډون له دغو هیوادونو سره د افغان دولت لاسلیک کیدونکي د همکاریو سندونه دغه دولت ته د ډاډ مهمې سرچینې بلل کیږي چې له دوه زره څوارلسم میلادي کال نه وروسته به هم د نړۍ له مرستو برخمن وي.
XS
SM
MD
LG