د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۴۳

"په نږدې راتلونکي کې به د قطر یو هيئت افغانستان ته راشي"

که څه هم په قطر کې له طالبانو سره په روانو خبرې کې د افغان دولت د نه ښکیلتیا په اړه لا اندیښنې پر ځای پاتې دي، د بهرنیو چارو وزارت هیله ښيي چې قطر به ډیر ژر په دې هکله له افغان حکومت سره خبرې پیل کړي.

د افغان چارواکو په وینا ټاکل شوې ده، چې په نږدې راتلونکي کې د قطر حکومت یو پلاوی کابل ته راشي او په قطر کې د طالبانو لپاره د سیاسي دفتر په جوړولو او ورسره د سولې په مذاکراتو خبرې وکړې.


د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال جاوید لودین چې د یکشنبې په ورځ یي ناوخته په کابل کې د امریکا له ځانګړي استازي سره یوې خبري ناستې ته وینا کوله د پلاوي د راتګ نیټه یي په ډاګه نه کړه:

«موږ په تمه یو چې په ډیر نږدې راتلونکي کې د قطر د دولت یو رسمي پلاوی افغانستان ته راشي او په هغه هېواد کې طالباتو ته د دفتر او د سولې د خبرو په هلکه د دواړو هېوادونو چارواکي له نږدې خبرې وکړې او توافق ته ورسیږي.»

د بهرنیو چارو وزارت وایي، په پام کې ده چې مارک ګروسمن د دوشنبې په ورځ قطر ته لاړ او د هغه هېوا د له دولت سره له طالبانو سره د سولې په هکله خبرې اترې وکړې.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال دا هم وویل ټاکل شوې ده، چې ولسمشر کرزی په راتلونکي اوونۍ کې اروپا ته سفر وکړي او په روم کې به له ګروسمن سره د قطر د مذاکراتو په هکله بیا هم خبرې وکړي.

په دې هکله ځیني افغان کارپوهان وایي، د قطر په مذاکراتو کې به له افغانستان څخه د پاکستان ونډه ډیره وي او بله دا چې که دا مذاکرات وروستي وي نو د افغانستان اندیښنه نه شي ورکولای، سیاسي کارپوه اجمل سهیل وايي:

«په دې مذاکراتو کې قطر هیڅ رول نه لري، امریکا او پاکستان کې په کې پنځوس پنځوس فیصده برخه لري، که دا مذاکرات وروستي وي، نو د افغانستان اندیښنه نه شي ورکولای او که ابتدايي خبرې وي او وروسته افغانستان ته ونډه ورکړي، دا نو بیا بله خبره ده.»

سره له دې چې افغان حکومت د دې مذاکراتو د طرحې په لومړېو کې ویلي و، چې که افغانستان ته په کې پوره ونډه او مشري ونه کړای شي، مذاکرات ورته د منلو وړ نه دی.

څه باندې میاشت مخکې یي له قطر څخه خپل سفیر خالد احمد ذکریا هم کابل ته وغوښت، خو له نوموړي سره د خبرو وروسته حکومت بیا په یوې خبرپاڼه کې د دې دفتر له جوړېدو سره موافقه وښوده.

طالبانو هم په دې وروستیو کې ویلي، چې د مذاکراتو لپاره په قطر کې د دوي لپاره د یو سیاسي له جوړیدو سره موافق دی.

خان محمدسیند، کابل
XS
SM
MD
LG