د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۴

“نړيوالو په زوره ټوپکوال او فاسد سیاستوال پر افغان ولس وتپل”


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د افغانستان په اړه د بشري حقونو د څار د نړېوال سازمان اندېښنې تر ډیره تائیدوي خو وايي، چې په دغه راپور کې شوي پرمختګونه له پامه غورزول شوي.

دغه کمېسیون د افغانستان د قضا په سیسټم کې د زندانیانو د دوسیو ځنډ، اداري فساد، د بشري حقونو تر پښو لاندې کولو او د قانون پر ټولو نه پلي کېدل هغه عوامل یادوي، چې خلک یې له افغان دولت څخه لیرې کړي.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د کابل د دفتر رئیس شمس الله احمدزي له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې، له افغان حکومته وغوښته، چې د یادو ستونزو حل ته ډیر پام وکړي:

(په ډیرو مواردو کې ستونزې شته چې هیله من د ستونزو د حل لپاره کوټلي ګامونه واخیستل شي او بل هغه عوامل چې په افغانستان کې د بشري حقونو د ځایه کېدو لامل ګرځي ددغو عواملي مخنیوي ته دې کار وشي، خو په ډیرو مواردو کې راپور حقایق بیان کړي دي او مثبت بدلونونه هم راغلي چې باید سترګې ترې پټې نشي.)

د بشري حقونو د څار د نړېوال سازمان په وروستي راپور کې ویل شوي، چې افغان حکومت مشهورو ټوپکوالو، فاسدو سیاستوالو او د بشري حقونو سرغړوونکوو ته ځای ورکړی، د بندیانو د بې ځایه وهلو او ښځو د حقونو د پښو لاندې کولو مخه نه ده نیول شوې، چې حکومت د خلکو ملاتړ په دې له لاسه ورکړی.

په راپور کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو ته په اشاره ویل شوي، یو شمېر کسان له دغو خبرو بیریږي او خپل کسان وسله وال کوي، چې ستونزې به جوړ کړي.

د بشري حقونو د څار نړېوال سازمان د افغان او نړېوالو چارواکو اختلافاتو ته په کتلو له نړېوالو پوښتلي، چې تر 2014 کال وروسته څه ډول افغانستان تر شا پرېږدي، چې ستونزې یې حل شوي نه دي.

خو د بشري حقونو افغان څېړونکي بیا د تیرو لسو کلونو راهیسې روانو ستونزو او نه حل ته یې په اشاره خپله د نړېوالې ټولنې دومخې سیاست ته ګوته نیسي.

د افغانستان د بشري حقونو د سازمان رئیس لعل ګل لعل ازادۍ راډیو ته وویل، چي په راپور کې یاد ټوپکوال او فاسد سیاستوال خپله نړېوالې ټولنې پر افغان ولس په زور تپلي:

(تر کومه حده چې د ټوپک والو خبره همدغه خلکو چې پر دې ولس يي مسلط کړل دا خلک ولس یو وخت مسترد کړي وو.

اوس زموږ خلک پوهیږي چې زموږ حکومت ددوي په اوږ سور دلته راغلی وو، نو که اوس نړېواله ټولنه نیوکه کوي نو دا نیوکه يي بې ځایه ده.)

ښاغلی لعل نړیوالې ټولنې ته د یوه غښتلي او پر خپلو پښو ولاړ افغانستان لپاره سپارښتنه کوې، چې دوي هم له زور زیاتي او دوه مخي سیاسته لاس واخلي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرېکړو عملي کولو ته درناوی وکړي.

د طالبانو د واکمنۍ تر پای ته رسېدو او اوسني حکومت په راتلو سره خلکو او بیلابیلو ټولنو شکایت کاوه چي، پخواني وسله وال او د خلکو وژونکي باید واک ته ونه رسیږي.

د راپورونو له مخي افغان حکومت د ځینو دغه ډول کسانو د ګوښه کولو له امله د نړیوالو له غبرګون سره مخ سوی.

په دې لړ کي د سیمیزو پولیسو د جوړولو یادونه هم کیږي، چي افغان حکومت یې مخالفت کاوه خو نړیوالو دغه ځواک رامنځته کړ، چي د بشري حقونو د څار د نړیوال سازمان په راپور کي هم له دغه ځواک څخه ډیر شکایت سوی دی.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG